اسلام آباد 13جنوری (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ ډپټی سپیكر قاسم خان سوری وئيلي دي پاكستان ایران د چین پاكستان اقتصادی راهدارۍ منصوبه كښې د شريكولو خوښې لري،پاكستان به چري هم اسرائیل تسليم نه كړي ، د كشمیر او فلسطین پشمول د نورو شريكو چیلنجونو ??قابلې له به اسلامي نړۍ له يو موټې كيدل وي، هيله لرو چې د تير وخت د روایاتو برعكس د امريكې نوے صدر جوبائیډن به په هېواد??نو د فشار اچولو او بنديزونو ??ګولو په ځاے نړيوال امن له كار وركړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ایران نیوز ایجنسۍ سر?? خپله خاص مركه كښې وكړه۔ده ووئيل سی پیك منصوبه كښې چین پاكستان او ایران ترمينځه شراكت دارۍ سر?? به درېو واړو هېواد??نو ترمينځه شريكې مرستې ته لا وده ترلاسه شي او سيمه كښې به د رابطو لارې پرانستلې شي ٬ دې سر?? به د روزګار موقعې راپیدا شي او غريبۍ ختمولو له به مرسته تر لاسه شي۔ چین پاكستان اقتصادی راهدارۍ منصوبې حواله وركولو سر?? ده ووئيل مونږ غواړو چې ایران هم په دې منصوبه كښې شامل شي ځكه چې د تهران د بیجنګ او اسلام آباد ترمينځه شراكت دارۍ سر?? به ټولې سيمې ته ګټه ورسي۔ قاسم خان سوری ووئيل بايد مونږ د هغه عناصرو څخه ځان خبر اوساتو كوم چې د سيمې هېواد??نو ترمينځه غلط فهمۍ راپيدا كولو سر?? چاپيرچل خرابول غواړي۔ده ووئيل نه يواځې نيمه اوچه كښې بلكې په سيمه كښې به د هغ توسیع پسندا??ه عزائم مخنيوي كول وي كومو څخه چې زمونږ شريكې ګټې او اهدافو ته خطر پیښ دے۔ ده ووئيل سی پیك منصوبه د 46 اربه ډالره وه خو اوس د دې ماليت 62 اربه ډالره ته رسيدلے۔ د دې منصوبې ترمخه د انفراسټركچر به بيلو پروژو كار روان دے، پاكستان د چین سر?? شمال مشرقی پولې نه تر جنوب مشرقی پاكستان ټرین او د سترو لارو د ټرانسپورټ منصوبه د سی پیك مهمه برخه ده۔ دا ون بیلټ ون روډ فلیګ شپ منصوبه ده۔ د ګوادر بندرګاه ترقي هم د دغې برخه ده۔ده ووئيل د دې منصوبې په وجه د دواړو هېواد??نو ترمينځه شراكت داري د دفاعی مرستې څخه اقتصادي مرستې ته منتقل شوې۔د اسرائیل د تسليمولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاكستان حكومت او اولس به چرې هم اسرائیل ونه مني۔ ده د سيمې د ځينې هېواد??نو د اړخه اسرائیل سر?? د كمپرومائز حواله وركولو سر?? ووئيل په دې اړه زمونږ موقف واضحه دے او مونږ به اسرائیل چرې هم اونه منو۔ده ووئيل د اسرائیل خپله دعوې كومه چې غير قانونی ده او هغوي مظلومه فلسطینيانو باندې ظلمونه كوي او د هغوي په خاوره قابض دي۔ مونږ د دغه غاصبانه اقدام او ظلم چرې هم ملاتړ نشو كولے او چرې به هم د فلسطین خپل وروڼه يواځې نه پريږدو۔دغسې كومو هېواد??نو چې اسرائیل منلے دا د هغوي خپله پريكړه ده او د هغوي خپله خارجه پالیسی ده۔ده د ایران حکومت د اړخه په ایران د نړيوالو بنديزونو ??شمول د نورو چيلنجونو ??قابله كول او د ايران پرمختګ او سوكالۍ په اړه کردار او هڅې وستائلې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده هيله څرګنده كړه چې د امريكې نوي انتظامیه به د نړيوال او سيمه ايز امن او سلامتيا په بابله خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل په ایران د اقتصادی بنديزونو ??ه وجه کروانا صورتحال كښې د ایران قام سختو ستونزو او چيلنجونو سر?? مخ شوے ؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاکستان او ایران ترمينځه امنيتي مرستې زياتولو ته اړتيا ده۔پاکستان او ايران ترمينځه اوږده پوله د دواړه هېواد??نو ترمينځه د ملګرتيا علامت ده ۔وزیراعظم عمران خان د ایران سر?? اړيكو ته پراختيا وركول غواړي او د پولې امنيت لا ښه كولو سر?? مرسته زياتولو له خوښې لري۔ده ایران او پاکستان ترمينځه د دويم سرحدی ګيټ پرانسته خوشبينه ګرځولو سر?? ووئيل دې سر?? به د دواړه هېواد??نو ترمينځه تجارت زيات شي۔ده ووئيل هيله لرو چې د امريكې نوي انتظامیه به سيمه كښې امن او نړيوال تحفظ له کردار ترسره كړي۔ ده د ايران په نوموړې اتومي سائنسمدار ډاكټر محسن فخری زادے د بريد غندنه كولو سر?? د هغه په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔ده ووئيل سيمې ته امن او سلامتيا سر?? سر?? سوكالۍ ته اړتيا ده هيله لرو چې د تير وخت د روایات برعکس به د امريكې نوے صدر جوبائیډن په هېواد??نو د فشار اچولو او بنديزونو ??ګولو په ځاے امن لپاره كار وكړي