اسلام آباد 23 جنوری (اے پی پی) خزانې لپاره د وزيراعظم صلاحكار مفتاح اسماعيل سره د پاكستان ټېكسټائل ايكسپورټرز اېسوسي اېشن(پي ټي اي اے) پلاوي د چيئرمېن شائق جاوېد په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔ پلاوي د ټېكسټائل څانګې پرمختګ سره په اړوند چارو د خزانې صلاحكار سره خبرې وكړې۔دوي ووئيل د ټېكسټائل څانګې پرمختګ او ښه والي٬برآمداتو كښې زياتوالي٬د برآمد كونكو او مينوفيكچررز آسانيو لپاره دې د ټېكس ريفنډ او ډرابېكس مسئلې دې په ترجيحي بنيادونو حل ك??ې شي۔ده ووئيل د زيات نه زيات پېداوار ترلاسه كولو له دې صنعتي څانګې ته د كوم ځنډ نه غېر د برېښنا او ګاز رسنه باوري ك??ې شي۔په دې مهال مفتاح اسماعيل ووئيل د ټېكسټائل صنعت د هېواد په مع??شت كښې بنيادي حېثيت لري او دا د لويې زرمبادلې ترلاسه كولو زريعه هم ده۔ده ووئيل په معاشي هلو ځلو كښې زياتوالې٬د ټېكسټائل څانګې ته د ساز ګار چاپیرچل جوړولو٬برآمدات كښې اضافې لپاره حكومت كوټلي ګامونه پورته كړې دي دغسې چې د مع??شت ټولې څانګې د پرمختګ په لاره روانولو سره په شرح نمو كښې اضافه وك??ې شي۔ده ووئيل د پلاوي لخوا په ګوته ك??ې شوې مسئلې به ترجيحي بنيادونو حل ك??ې شي په دې مهال د خزا??ې وزارت اعلٰی چارواكي هم موجود وو
خزانې لپاره د وزيراعظم صلاحكار مفتاح اسماعيل سره د پاكستان ټېكسټائل ايكسپورټرز اېسوسي اېشن پلاوي ملاقات
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج