اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د رېكوډك لوظنامې سره به په بلوچستان كښې په لويه پېمانه سرمايه كاري پېل شي، په صوبه كښې به د عام وګړو ژوند بدل شي. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم دا خبرې د اتوار په ورځ په چاغي كښې د تانبې او سرو د كانونو پرمختګ په اړه د پاكستاني حكومت، د بلوچستان حكومت او د كاناډا د بېرك ګولډ كمپنې ترمېنځه د لوظنامې لاسليك دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئل چې د بلوچستان او د هېواد د وروستو پاتې سيمو پرمختګ ته د ده حكومت خاص پام لرنه كوي. وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې دې سرمايه كارې سره به په بلوچستان كښې په لويه پېمانه سرمايه كاري پېل شي. وزيراعظم په لوظنامه كولو د مذاكراتي ډلې هڅې وستائيلې. د دې څخه وړاندې وزيراعظم عمران خان نسره د بېرك ګولډ كمپنې پلاوي ملاقات وكړو. په دې موقع په پاكستان كښې د كاناډا هائي كمشنره وېنډي ګلمور هم موجود وه.
د رېكوډك لوظنامې سره به په بلوچستان كښې په لويه پېمانه سرمايه كاري پېل شي، په صوبه كښې به د عام وګړو ژوند بدل شي. د وزيراعظم عمران خان د رېكوډك په لوظنامه د لاسليك دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : راکی