اسلام آباد 20 اپريل (اے پي پي) وزيرِ اعظم عمران خان د موسمي بدلون خاص مرستيال ملك امېن اسلم ته په كلائميټ سمټ كښې د پاكستان نمائندګۍ كولو او د حكومت د اړخه د موسمي بدلونونو مقابلې له د پورته شوو اقداماتو رامخي ته كولو سپارښتنه كړې ۔د نهي په ورځ وزيرِاعظم سره د موسمي بدلون خاص مرستيال ملك امېن اسلم او خاص مرستيال ډاكټر معيد يوسف ملاقات كړے ۔ملك امېن اسلم وزيرِاعظم په كلائميټ سمټ كښې پاكستان ته د ترلاسه شوې دعوت نامې په اړه خبر كړو ۔ .دغسې وزيرِاعظم خاص مرستيال ملك امېن اسلم ته د پاكستان نمائندګي كولو او د حكومت د اړخه د موسمي بدلونونو مقابلې د پورته كړو اقداماتو رامخي ته كولو سپارښتنه كړې ۔ ملك امېن اسلم به په 22 اپريل 2021 (د شپي لس بجې) كلائميټ سمټ كښې په خپله وېنا كښې د پاكستان موقف او تر اوسه شوي بيل اقدامات رامخي ته كوي
مضمون کا ماخذ : loteria estadual