مکة مکرمه 30 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شر??ف د سعودي د دو??ې ورځنۍ دورې په موقع د خالي په ورځ د پاكستان خپل پلاوي سره د عمرې سعادت حاصل كړې او دوي لپاره د خانه كعبې دروازې بېرته كړې شوې۔ وزيراعظم شهباز شر??ف د خاص زيارت نه پس حجر اسود ښكل كړو او د خانه كعبې طواف ئې وكړو۔ په دې موقع د هېواد سلامتيا٬ پرمختګ او سماجي سوكالۍ لپاره دعاګانې وغوښتې شوې۔ وزيراعظم د سعودي عرب د??ې ورځنۍ دورې په مهال خپل پلاوي سره د عمرې سعادت ترلاسه كړې۔ وزيراعظم په مدينه منو??ه كښې دوه ځله په روضه رسول صلي الله و عليه وسلم حاضري كړې او په رياض الجنته كښې ئې نوفلونه ادا كړي، د جمعة الوداع لمونځ ئې په مسجد نبويۖ كښې ادا كړې٬ په دې موقع هم د هېواد سلامتيا پرمختګ او سوكالۍ لپاره دعاګانې شوې۔ په جده وزيراعظم د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز سره اهم ملاقات كړې چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي او تجارتي روابط زياتولو او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو نه علاوه په سعودي عرب كښې د پاکستان افرادي قوت لپاره د روزګار ز??اتولو موقعې پېدا كولو پحقله خبرې اترې شوې۔ په دې موقع وفاقي وزيران بلاول بھټو زرداري، مفتاح اسماعيل، نوبزاده شازين بګټي، مريم اورنګزيب، خواجه محمدآصف، احسن اقبال، چوهدري سالك حسېن، ډاکټر خالد مقبول صديقي، محسن داوړ او مولانا طاهر اشرفي هم وزيراعظم سره دي۔ د يادونې وړ ده چې د وزيراعظم چوكۍ سوګند پورته كولو نه پس دا د شهباز شر??ف وړومبۍ غېر ملكي دوره ده
وزيراعظم شهباز شريف خپل پلاوي سره د عمرې سعادت حاصل كړو، دوي لپاره د خانه كعبې دروازې بېرته كړې شوې٬ د هېواد سلامتيا٬ پرمختګ او سماجي سوكالۍ لپاره دعاګانې وكړې شوې
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ