اسلام آباد۔26اپرېل(اے پی پی) داخله وزارت د اختر په مهال د بنديوانو په سزاګانو كښې د 30 ورځو معافۍ سمري وفاقي كابينې ته ولېږله۔ د داخله وزات لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به دا سمري صدر ته لېږي۔ د بيان له مخې د معافۍ اطلاق به د ترهګرۍ او وژنې په شمول د نورو سنګېنو مقدمو په مجرمانو نه كېږي۔ د دې رعايت مستحق به معمولي جرمونو كښې سزا خوړونكي د 65 كالو نه د زيات عمر سړي او د 60 كالو مېرمنې وي۔ د بيان له مخې په كرپشن كېسونو كښې سزا شوي بنديوانو له به هم دا رعايت وركولے نه شي۔
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria