اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي)د وزیراعظم خاص مرستيال فیصل کریم کنډی وئيلي دي چې د پی ډی ایم په قیادت كښې حکومت د آئی ایم ایف سره کامیاب لوظنامي نه پس د مړاني پريكړي كولو سره هېواد د ډیفالټ څخه بچ كړې دې۔فیصل کریم کنډی د اتوار په ورځ د يو نجی نیوز چینل سره خبري اتري كولي ۔ ده ووئيل د ټولني لاندي طبقه د پی پی پی قیادت پلو ګوري ځكه چې هغوي هېواد د موجوده چیلنجز څخه وېستلو ټول صلاحیتونه لري۔ده ووئيل پیپلز ګوند د غریبانو يواځنې ګوند دې او پي پي پي عمر له د زدكونكو ، ځوانانو ، ميرمنو ، خواري كښو او لاندي طبقي كروندګرو لپاره كاركړې۔ده ووئيل پیپلز ګوند د سپكو تورو په سیاست باور نه لري بلكه د اولس په خذمت باور لري۔
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia