اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي)د بلوچستان د جمعيت علماﺀ اسلام صوبائي امير او د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير مولانا عبدالواسع وئېلي دي په هېواد كښې به د جمهوري نظام استحكام٬آئين٬ د قانون بر لاسي او د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره سياسي مشرتابه له وسيع النظر پريكړی كول وي٬عمران خان نيازي او د هغه ډلې هېواد تباهۍ او بربادۍ سره مخ كړے٬د ډالر بره تللو ذمه وار عمران خان دے٬موجوده حكومت د هېواد پرمختګ او استحكام لپاره هلې ځلې كوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ بېلا بېلو پلاؤيو سره په خبرو كښې كړی۔ده ووئيل موجوده حكومت د هېواد بقاﺀ پرمختګ او خوشحالۍ لپاره هلې ځلې كوي٬ عمران خان د بهرني سازش په ډرامه كولو اولس لوبوي٬دا هغه خلق دي چا چې به د غېر ملكي صدر د ټېليفون انتظار كولو او د اپوزېشن جمهوري هلې ځلې سازش ګرځوي٬ ده ووئېل نړۍ ته معلومه ده چې تحريك انصاف د غلا د لارې په اقتدار مسلط شوے ؤ ۔ده ووئيل د ټاكنو اصلاحات او د پخواني حكومت غېر آئيني اقداماتو خاتمې نه پس ټاكنلې ممكن دي۔ ده ووئېل جمعيت علماﺀ اسلام د جمهوريت او پارليمان په بر لاسي باور لري٬د آئين بر لاسے او پارليمان خپلواكه جوړولو لپاره به خپل كردار ادا كوو۔ده اولس ته خواست كولو سره ووئيل د مئي په 29مه نېټه كېدونكو بلدياتي ټاكنو كښې د جمعيت علماﺀ اسلام كانديد كامياب كړې
په هېواد كښې د جمهوري نظام استحكام٬آئين٬ د قانون بر لاسي ٬ د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره به سياسي مشرتابه له وسيع النظر پريكړی كول وي۔مولانا عبدالواسع
مضمون کا ماخذ : کڑک