اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د پاك پوځ سر لښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره پاكستان كښې د افغانستان سفير نجيب الله علي خېل ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو او د سيمه ايز سلامتيا صورتحال پشمول د افغانستان د سولې په عمل، د سلامتيا او دفاع په اړه د دوه اړخيزه مرستې زياتولو او د دوه اړخيزه سرحدي انتظام موثره كولو په چارو خبرې شوي . د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې د ملاقات په مهال د پاك پوځ سر لښكر جنرل قمر جاوېد باجوه ووئيل په افغانستان كښې د امن مطلب په پاكستان كښې امن دے. زمونږ يواځنې مقصد افغانانو سره سوله ايز، خپلواكه، جمهوري، مستحكم او خوشحال افغانستان لپاره مرسته كول دي. معزز مېلمه په منطقه كښې د شخړو مخ نيوي او د سولې عمل لپاره د پاكستان مرسته وستائله.
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی