لاهور 28 جنوري (اے پي پي) وزيرا??ظم عمران خان وئيلي دي حکومت به د راوي اربن ډيويلپمنټ منصوبې كالعدم ګرځولو پرېكړې په ضد په سپريم كورټ كښې اپيل كوي چې پكښې به د اربن ډويلپمنټ اسانيو او د وګړو سهولت له د منصوبې اهميت رامخې ته كولې شي ، دا منص??به د هاٶسنګ سوسائټۍ د سمونې نه بلكې د ښاريو د منصوبې نه غېر د شوو غلطو د سمولو لويه منص??به ده٬ دوه كروړه بوټي نالو٬ د زمكې دننه د ا??به غورځېدونكې كچه راپورته كول او سېورېج فلټرېشن د دې منصوبې ښكاره خصوصيات دي، د 20 اربه ډالرو په دې منص??به كښې د يو نيم ارب ډالرو سر??ايه كاري شوې او د نورې غېر ملكي سر??ايه كارۍ به ډاډګيرنه كولې شي او دې سر?? به د روزګار موقعې هم رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په ركھ جهوك كښې د خپلې دورې په مهال كړې / وزيرا??ظم ووئيل د راوي اربن ډويلپمنټ منصوبې له امله لاهور يو نوې ښار جوړېدونكے دے٬ د اسلام آباد منصوبندۍ نه پس به په وړومبي ځل لاهور تر ټولو لوي ښار وي، هم د دې منصوبې له مخې د راوي سيند بچ كول ممكن دي٬ ده ووئېل دا د پاکستان تحريك انصاف حكومت دے چا چې د ماحولياتي الودګۍ د خاتمې ذمه واري اخستې ، د 20 اربه ډالرو منصوبې سر?? به غېر ملكي فنډنګ او سر??ايه كاري پاكستان ته راشي،ده ووئېل منصوبې څخه به نه يوازې د ملازمتونو موقعې راپېدا شي بلكې په هېواد كښې به د 30 نه تر 40 نوې صنعتونه هم ولګي٬ تر اوسه د يو نيم اربه ډالرو سر??ايه كاري شوې كومه چې خوشبينه ده او د نورې سر??ايه كارۍ به ډاډګيرنه كولې شي۔ وزيرا??ظم عمران خان ووئيل د لاهور په هائي كورټ كښې دا پروژه په ښه ډول نه ده وړاندې كړې شوې٬ حكومت به د دې پرېكړې په ضد سپريم كورټ كښې اپيل دائر كوي چرته چې به د اربن ډويلپمنټ او د وګړو د سهولت په پس منظر كښې د دې منصوبې اهميت رامخې ته كولې شي۔ وزيرا??ظم ووئيل قام ته وئيل غواړم چې د آبادۍ زياتېدو سر?? به مونږ له نوې ښارونه آبادول وي ځكه چې نوې ښارونه آبادولو سر?? به په لويو ښاريو راجوړ فشار كم شي، دا منص??به خپرېدونكي لاهور لپاره ډېر ضروري ده۔ وزيرا??ظم ووئيل د راوي اربن ډويلپمنټ مقصد د راوي درياب آبي ماحول ښه كول دي دغسې چې د راتلونكو نسلونو د اوبو او خوراك اړتياوې ترسره كولو سر?? سر?? ماحول هم ښه كړے شي٬ ده ووئېل د لاهور ښار كوم چې د ښائسته باغونو٬ تاريخي ودانيو او د خپل كلتور په توګه پېژندلے كېدو ٬ هغه اوس د آبادۍ د نقل مكانۍ٬ خيرنوالي او د زمكې دننه د اوبو د خيرنوالي ښكار شوے ، د راوي ريور فرنټ اربن ډويلپمنټ منصوبې سر?? به نه يوازې د لاهور اولس لپاره د اوبو د زياتېدونكي بحران او د الودګۍ لاره نيولو لپاره مرسته تر لاسه شي بلكې دې شاندار منصوبې سر?? به د راوي درياب كوم چې په وچېدو كثافتي شكل اختيار كړے هغه به بيا د يو درياب شكل ومومي۔ وزيرا??ظم عمران خان ووئيل دې منصوبې سر?? به په زمكه كښې د پاكو اوبو او د ماحوليات تحفظ له هم مرسته ترلاسه شي٬ منصوبې سر?? به د كورنۍ او صنعتي كثافتونو څخه ډك درېاب پاك شي او د لاهور وګړو د اوبو اړتياوې به ترسره شي۔ ده ووئيل په راتلونكو څو كالو كښې د لاهور اولس د پاكو اوبو بحران سر?? مخ كېدے شي ځكه چې د صنعتونو خپرېدو له امله په زمكه كښې د اوبو كچه لاندې تللې او د صنعتونو ګنده ا??به د زمكې ا??به خيرنوي٬ يو حكومت هم په دې لړ كښې كومه منص??به نه وه پېل كړې، دا يوازې د تحريك انصاف انداز دے چې ځائي وګړو ته د پاكو اوبو وركولو او د ماحولياتي الودګۍ نه بچ كولو لپاره ئې يوه غوره منص??به پېل كړې ۔ وزيرا??ظم ووئيل د پاکستان تحريك انصاف حكومت وړومبے حكومت دے چا چې د ماحولياتي الودګۍ خاتمې ذمه واري پورته كړې ۔ وزيرا??ظم عمران خان ووئيل غواړم چې ميډيا په اولس كښې د دې منصوبې پحقله شعور پېدا كړي۔ ده ووئيل كراچۍ لپاره بنډل آئي لېنډ جوړوٶ كوم چې به يو نوې ښار وي