اسلام آباد 12نومبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د جمعې په ورځ د افغانستان لنډ مهاله خارجه وزير امير خان متقي د اعلٰی كچ پلاوي پشمول ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د افغانستان د صنعت او تجارت لنډ مهاله وزير نه علاوه د خزانې او د هوا بازۍ نائب وزير هم موجود ؤ ۔په دې موقع د پاكستان وفاقي كابينې غړي او د سياسي ګوندونو مشران هم موجود وو۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو خبرې شوي۔په د مهال افغان خارجه وزير ووئيل په افغانستان كښې امن او استحكام راغلے٬د 40 كلونو څخه د لكهونو افغان كډوالو په كوربتوب د پاكستان حكومت او اولس مننه كوو٬ هغه ووئېل موجوده حكومت هغه ټول خلك بخښلي چا چې تېر حكومت سره خذمات ترسره كړي۔ده ووئيل د اثاثو كنګل كېدو او د مالياتي چېلنجونو بندېز په سوب تنخاګانې ورنه كړې شوې٬نړيواله ورورولي په افغانستان كښې د بشري حقونو په بنيادي صورتحال په تشويش اخته ده۔ هغه ووئېل دا ضروري ده چې افغان حكومت ته دې بهرنو هېوادونو كښې تر خپلو اثاثو د رسنې اجازه وركړی شي دغسې چې عامو وګړو ته بنيادي تعليم او د صحت آسانۍ وركړو٬هغه ووئېل موجوده افغان حكومت د ټولو نسلونو نمائنډګي لري ۔د اقتصادي پرمختګ د لارې به د افغانستان ټولو وګړو لپاره خوشحالي باوري كولې شي٬په منطقه كښې خوشحالۍ لپاره سيمه ايزې رابطې مهمې دي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر خپلو خبرو كښې ووئيل د افغانستان لخوا د دې اعلان هركلے كوو چې د افغانستان خاوره به د كوم هم هېواد په ضد د ترهه ګرۍ لپاره نه كارولې كېږي۔د دواړو هېوادونو اولس ترمينځه د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې شريكه تاريخي ورثه ده۔ده د يو بل د سيمه ايزې خپلواكۍ د احترام په اهميت هم زور راوړو ۔ ده ووئېل هيله لرو چې په افغانستان كښې د استحكام څخه په پاكستان٬افغانستان او د آسيا مينځني رياستونو ترمينځه زيات نه زيات سيمه ايز تجارت له مرسته ترلاسه شي۔په دې موقع د پارليمان غړو هم د افغانستان لخوا ټولو كار كوونكو مېرمنو ته د خپلو ملازمتونو روانه ساتلو اجازې وركولو د پريكړې هركلے وكړو۔دوي په دې د افسوس څرګندونه وكړه چې د اثاثو منجمد كولو له امله به په افغانستان كښې د غريبۍ شرح زياته شي۔
د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د افغانستان لنډ مهاله خارجه وزير امير خان متقي د اعلٰی كچ پلاوي پشمول ملاقات
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa