اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د فاټا ??صلاحاتو عمل به د سيمې د اولس د هيلو ترمخه ترسره كولې شي، د قبائلی سيمو پرمختګ او تعمیر ته حکومت پاملرنه كوي ، حکومت په وړومبي ځل د فاټا مسئلو حل له سنجیده هڅې كړې دي۔ ده دا خبرې د قبائلی سيمو بېلا بيلو ایجنسیو سره تعلق لرونكو د مسلم لیګ (ن) عهديدارو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې د شورو په ورځ وزیرِاعظم آفس كښې ده سره ملاقات کړې ؤ۔ د پلاوي مشري د سیفران دوهم وزير غالب خان کوله۔ پھ ملاقات كښې د فاټا ??صلاحاتو، قبائلی سيمو تعمیر او پرمختګ او سيمې په اړه په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وزیرِاعظم شاهد خاقان عباسی ووئيل د قبائلی سيمو د اولس تعمیر او پرمختګ ته حکومت پام لرنه كوي۔ ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل حکومت نه يوازې د فاټا مسئلو حل له سنجیده هڅې كړې دي بلکې په هغې ئې په عملی توګه كار هم پيل كړے۔ ده ووئيل د فاټا ??صلاحاتو عمل پيل شوے ??و په هغې به عمل د فاټا ?? اولس د هيلو ترمخه ترسره كولې شي۔ د فاټا ض?? كولو په اړه خبره كولو سره وزیراعظم ووئيل حکومت دا ګڼي چې د فاټا ??صلاحاتو او ضم كولو عمل به په ښھ ډول په پړاؤنو كښې ترسره كولې شي دغسې چی دې عمل سره تړون لرونكې چارې او مسئلې هم حل شي۔ ده ووئيل د فاټا ??ولس قامی دائره كښې شاملولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل حکومت قبائلی سيمو كښې هم د هېواد نورو برخو برابر د تعلیم، صحت، روزګار موقعو او نورو اسانيو وركولو له لوظي دے۔ د پلاوي غړو فاټا كښې د اصلاحاتو عمل په پيل كولو او قبائلی سيمو څخه د 70 كلونو راهسې د تور قانون ختمولو په لړ كښې په عملی اقداماتو د وزیراعظم مننه وكړه
د فاټا اصلاحاتو عمل به د سيمې د اولس د هيلو ترمخه ترسره كولې شي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد