اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د نړيوال قوانين تر مخه د پاكستان هائي كمېشن د خپلو سفارتي ذمه وارو نه منع كول٬ د سفارتي عملې نيونه او تشدد يو ناوړه او د ډېرې غندنې وړ فعل دے ٬ هند په منطقه كښې د ټولو ګاٶنډي??نو په ضد د جارحيت مجرم دے، نړيواله ورورولي دې د هندي اقداماتو نوټس اخستو سره د سفارتي او نړيوال قانون په منافي رويه د هند محاسبه وكړي۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې كړې۔ ده ووئيل هند كښې د اقليتونوپه خاص توګه د مسلمان??نو په ضد د متعصبانه او د تشدد رويه اختياروٶنكے ار اېس اېس د بي جے پي حكومت په نوي ډيلي كښې د پاكستان د هائي كمېسون په عمله بې بن??ټه او د ناسمه تورونو لګولو كمپائن پېل كړے ٬ د نړيوال قوانين تر مخه د پاكستان هائي كمېشن د خپلو سفارتي ذمه وارو نه منع كول٬ د سفارتي عملې نېونه او تشدد يو ناوړه او د ډېرې غندنې وړ فعل دے۔ ده ووئيل د دې كمپائن مقصد خپل جرمونه پټول، د اقليتونو په ضد د نړيوالې بدنامۍ ٬ رسوائۍ او په مقبوضه كمشير كښې د بي ګناه وګړو په ضد د رياستي ترهګرۍ نه پام اخوا كول دي۔۔ ده ووئيل د هند شر خوښي او توسيع پسندانه سوچ د چين غوندې امن او ترقي پسند هېواد هم په پوله د پوځ په تعيناتولو مجبوره كړے ۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل د نيپال څخه هم د دې نوعيت خبرونه ميډيا ته راځي۔ ده ووئېل په منلې شوې نړيواله شخړه جمو و كش??ير د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزۍ كول د هند مقبوضه كش??ير كښې يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات د هندي جر??ئمو فرد جرم دے۔
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ټويټ
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری