لاهور 28 نومبر (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د وزيراعظم په هدايت د اقليتونو د حقونو تحفظ مم??ن جوړول كېږي، په اسلام كښې د جبر كوم ګنجائش نشته. ده دا خبرې په پنجاب انسټي ټيوټ آف قرآن اېنډ سېرت سټډيز كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. ده ??وئيل چې د مذهبونو د همغږۍ كونسل او د متحده علما كونسل د مشرانو په غونډه كښې نن په مهمو موضوعاتو خبرې شوې دي او يو بل لپاره د خېر سګالې د جذباتو څرګندونه شوې ده. ده ??وئيل چې اسلام د جبر نفي كوي ځكه په اسلام كښې د جبري مذهب بدلولو كوم وجود نشته،دې سره سره د نابالغ د وا??ه هم امتناع ده. ده ??وئيل چې د مذهبونو د همغږۍ كونسل د مشرانو سره د متحده علما كونسل ذمه وا??و د ټول هېواد د دورې كولو پرېكړه كړې ده چې دغسې د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ ته وده ??ركړې شي. ده ??وئيل چې د دسمبر په وړومبې اونۍ كښې به د داسې حساسو معاملو حل لپاره ناسته كولې شي چې دغسې د مذهب په نوم د منفي چالونو كوونكو په ګډه مخ نيوې وكړې شي. ده ??وئيل چې شپاړس كسيزه كمېټي هم جوړه كړې شوې ده. د دې نه علاوه د مذهبي آزادې په اړه د امريكې د خارجه وزارت منفي او د حقائقو په ضد رپورټ قطعي رد كولې شي او اصرار كولې شي چې په هندوستان كښې د اقليتونو په ضد په سلوك دې هم كومه كارروائي وكړې شي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل چې د پاكستاني اقليتونو سره زمونږ پرله پسې رابطه مهمه ده، د وزيراعظم په هدايت د مدينې رياست په طرز د مذهبونو د همغږۍ ودې لپاره هڅې كوو. د سعودي لخوا د پاكستان د تازه مالي مرستې په اړه ده ??وئيل چې سعودي يو ځل بيا ثابته كړې ده چې د پاكستان تر ټولو مخلص دوست هېواد دے. په اېن اے 133م كښې د ضمني ټاكنو نه وړاندې د راغليو وېډيوګانو په تناظر كښې د پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل چې بايد په دې د ټاكنو كميشن كارروائي وكړي.
د وزيراعظم په هدايت د اقليتونو د حقونو تحفظ ممكن جوړول كېږي، په اسلام كښې د جبر كوم ګنجائش نشته. د خافظ محمد طاهر محمود اشرفي خبري كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ