اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون سلاكار ملك امين اسلم په مشرې كښې د ګل په ورځ د موسمياتي بدلون په وزارت كښې د لوړې پاې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د موسمياتي بدلون وفاقي سېكتر خضر حيات ??شمول د ځنګلاتو د محكمې اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د وزيراعظم سلاكار واضحه كړه چې په نېشنل فارېسټ پاليسې به په هر صورت عمل باوري كولې شي۔ د وزيراعظم سلاكار د فېډرل فارېسټري بورډ فعاله كولو احكامات ??م جاري كړل۔ د يادونې وړ ده چې تېر كال د شريكو ګټو كونسل د ټو??و صوبو په مشوره د نېشنل فارېسټ پالېسې له مخې د فېډرل فارېسټري بورډ منظوري وركړې وه۔ په دې بورډ كښې به د ټو??و صوبو استازي شامل وي او د دې په اهدافو كښې به په ټو?? هېواد كښې د 10 اربه ونو كرلو پلان هم شامل وي چې دغسې دا پلان په ټو?? هېواد كښې يو ډول عملي كړې شي۔ د ونو كرلو په كمپائن كښې به اېف اېف ب?? يو مهم پلېټ فارم ګڼلې شي۔ د موسمياتي بدلون وزارت په دې لړ كښې نوټېفيكېشن هم جاري كړے
د وزيراعظم د موسمياتي بدلون سلاكار ملك امين اسلم په مشرې كښې د لوړې پاې غونډه د وزيراعظم سلاكار د فېډرل فارېسټري بورډ فعاله كولو احكامات جاري كړل
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی