اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان او عراق د ترهګرۍ په فعاله ډول مقابله كولو له د يو بل تجربو نه ګټه پورته كولې شي۔ د خارجه دفتر له مخې دا خبره د خالي په ورځ بغداد كښې د عراق داخله وزير عثمان الغانمي سره ملاقات كښې وكړې شوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان عراق سره دوه اړخيزه اړيكو ته اهميت وركوي۔ پاكستان او عراق په يو ډول مذهبي ٬ كلتوري ٬ او تاريخي بنيادونو اړيكو اډانه اړيكې لري۔ خارجه وزير ووئيل هر كال نزدې دوه لكه پاكستاني وګړي د عراق مقدس زيارتونو ليدلو له راځي۔ هغه ووئيل د وزيراعظم د ويژن له مهال زائرین مېنجمنټ پالیسی”معارفي كوؤ۔ عراقی داخله وزير عراق ته په راتلو خارجه وزير ته هركلے وئيلو سره د كورونا وباﺀ په مهال د عراقي وروڼو په مرسته كولو د پاكستان حكومت او اولس مننه وكړه
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada