اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي يو شمېر هېوادونو پاكستان سره د سېلګرۍ په څانګه كښې همكارۍ لپاره خوښي څرګنده كړې٬ مواصلاتي نظام او نور ضروري انفراسټركچر جوړولو سره د ګلګت بلتستان د سېلګرۍ څانګې ته لا وده وركړې كېدې شي چې ورسره به په سيمه كښې د معاشي پرمختګ موقعې راپېدا شي،اړوند چارواكي دې د لوړو زده كړو او د تكنيكي تعليم په څانګو كښې په ټولو صوبو كښې د ګلګت بلتستان زده كوٶنكو كوټه زياتولو لپاره لائحه جوړه كړي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د چيئرمېن راجه ناظم الامين په مشرۍ كښې د رائل فاؤنډېشن آف ګلګت بلتستان 17 كسيزه پلاوي ليدلي۔ وزيراعظم ووئيل ګلګت بلتستان بلها قدرتي وسائل لري او خلق ئې هم مېلمه دوست دي۔ ده ووئيل مواصلاتي نظام او نور ضروري انفراسټركچر جوړولو سره د ګلګت بلتستان د سېلګرۍ څانګې ته لا وده وركړې كېدې شي چې ورسره به په سيمه كښې د معاشي پرمختګ موقعې راپېدا شي، د سکردو هوائي مېدان ته نړيوال حېثيت ترلاسه كېدو نه وروستو په سيمه كښې د سېلګرۍ مثبت رجحان رامخې ته شوے۔ وزيراعظم اړوندو چارواكو ته په ګلګت بلتستان كښې د برېښنا مسئلو تل پاتي حل لټولو لپاره د لائحې جوړولو هم امر وكړو۔ ده ووئيل اړوند چارواكي دې لوړو زده كړو او د تكنيكي تعليم په څانګو كښې په ټولو صوبو كښې د ګلګت بلتستان زده كوٶنكو كوټه زياتولو لپاره لائحه عمل جوړه كړي۔ وزيراعظم ووئيل د ګلګت بلتستان مجموعي پرمختګ په سيمه كښې سماجي همغږۍ سره اړه لري ۔ دغسې وزيراعظم د رائل فاؤنډېشن آف ګلګت بلتستان د سيمې پرمختګ لپاره د خدمات هم ستائنه وكړه۔ دغسې پلاوي وزيراعظم ته د ګلګت بلتستان په بېلا بېلو څانګو كښې بهترۍ لپاره تجويزونه هم وړاندې كړل۔ وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې تېر كال ګلګت بلتستان ته د 16 لكه نه زيات سېلګري راغلي وو
يو شمېر هېوادونو پاكستان سره د سېلګرۍ په څانګه كښې همكارۍ لپاره خوښي څرګنده كړې۔ د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د رائل فاؤنډېشن آف ګلګت بلتستان پلاوي سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha