اسلام آباد 08 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې نبي پاك صلی الله عليه وآله وسلم په خپله د اخلاقي معيار اعلٰی ترين مثال جوړولو سره د رياست مدينه اخلاقي معيار لوړ كړے و. د ګل په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم اول په خپله د اخلاقي معيار اعلٰی ترين مثال﴿ د صادق او امين﴾ قائم كړو او بيا ئې په هم دې بنياد د رياست مدينه اخلاقي معيار لوړ كړو كوم چې د نړۍ تر ټولو غوره تهذيب جوړ شو. وزيراعظم د رومن دانشور ” سكيپيو” قول هم نقل كړو په كوم كښې چې هغه وئيلي دي چې كومه هم ټولنه د اخلاقياتو نه بغېر نه شي جوړېدې.