اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګوفاقي وزيراسد عمر په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان پرمختيائي منصوبو پېشرفت په اړه د جاج اغستو غونډه د ګل په ورځ شوې چې پكښې د اړوندو چارواكو پشمول سينئر افسرانو ګډون كړے۔ په غونډه كښې ووئيل شول د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ او د پي اېس ډي پيله مخې منصوبو لپاره فنډز بېل كړے شوے ۔ په غونډه كښې په جي بي ډويلپمنټ پيکج كښې په شاملو مختلفو ترجيحي څانګو لكه كلين انرژي/هائيډرو پاور، سکل ډويلپمنټ او د سېلګرۍ په پرمختګ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په جي بي پلان كښې 19 نوې منصوبې د وړومبې نه شاملې دي په كومو كښې چې د لسو منصوبو پي سي ون او پي سي ټو د كال 22-2021 په پي اېس ډي پي كښې د شاملولو سره منظور كړے شوے ۔ په دې موقع وفاقي وزير اسد عمر ووئيل توان لپاره د ګلګت بلتستان پرمختيائي پېكېج مقصد نه يواځې توان راپېدا كول دي بلكې سم اداره جاتي رېګولېټري فرېم ورك ٬ جنرېشن ، ټرانسمېشن او د ډسټري بيوشن صلاحيت هم رامخې ته كول دي۔ دغسې وفاقي وزير په بره هنزه او د جي بي په بېلو ضلعو كښې د جينكو پرائمري سكولونو جوړولو په حاجت زور رواړو۔ په دې مهال وفاقي وزير سپارښتنه وكړه چې سېلګرو ته سهولتونه او د سائټس پحقله معلومات ښه كول پكار دي
د وفاقي وزيراسد عمر په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان پرمختيائي منصوبو په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار