اسلام آباد 16دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د سائنس و ټيکنالوجي او د آئي ټي اهميت رامخې ته كولو سره د هېواد په پوهنتونونو زور راوړے چې په دې څانګو كښې اعليٰ ګريجويټس راپېدا كولو ته پام لرنه وكړي۔د زيارت په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل خلا، فلکيات او سائنس كښې د وړوكوالي څخه خوښې لرم خو په دې دور كښې ستورې د ښارونو څخه ليدلے شي۔ صدر ووئيل پاکستان په 1962 كښې راکټ لانچ کونكے وړومبې اسيائي هېواد جوړ ؤ ۔ده ووئيل زه د پوهنتونونو ډاډګيرنه كوم چې د سائنس، ټيکنالوجي، انجنيرنګ او ميتھ او آئي ټي اعلي ګريجوايټس راپېدا كولو كښې خپل كردار تر سره كړي، ده ووئېل بايد مونږ دې پلو په سمدستي توګه پام لرنه وكړو۔
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات