اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور په مقبوضه كشمير كښې د روان هندي بربريت په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي كړې ده۔ په يو بيان كښې هغه ووئيل مقبوضه كشمير كښې د قابض هندي پوځونو لخوا تش د نامې د لټون عملياتو كښې د كشميري وګرو د بې ګناه شهيد كولو لړۍ روانه ده۔ هندي پوځ كشميري ځوانان په غېر قانوني ډول وژني۔ هغه ووئيل هند د مقبوضه كشمير ډېموګرافي بدلوي٬ هغه ووئيل هند د ناوړه چالونو د لارې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس روان تحريك كمزورې كولې نه شي۔ علی امین ګنډاپور ووئيل پاكستان به د نرۍ په ټولو فورمونو د كشميري اولس د حقونو غږ پورته كوي٬ د هغه وېنا وه چې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له به پاكستان د كشميري اولس د تحريك بشپړ ملاتړ روان ساتي۔
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا