اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان په نړيواله كچه د تېلو بيعه كښې د زياتوالي او د ګرانۍ باوجود هم په هېواد كښې د پیټرول او ډيزل د يو ليټر بيعه لس روپۍ او د برېښنا د يونټ بيعه د پنځو روپو كمولو س??ه مستحقو كورنيو س??ه مالي مرسته د 12 زره روپو نه تر 14 زرو روپو رسولو٬كور جوړولو٬ كروندګرو ته او كاروبار لپاره د 407 اربه روپو قرض وركولو٬انټرنشپ كوونكو ځوانانو ته د 30 زره روپو وظيفه وركولو٬سمندر پورې پاكستانيانو ته د سرمايه كارۍ يا جوائنټ وينچر په صورت پنځه كا??ه د ټېكس رعايت او په آئي ټي سټارټ اپ د 100 ??يص??ه كيپيټل ګين ټېكس ختمولو اعلان كولو سره وئېلي دي تر راتلونكې بجټ به د برېښنا او پیټروليم مصنوعات بيعه كښې هېڅ اضافه نه كېږي ٬كورونو جوړولو لپاره 1400 اربه روپۍ قرض وركړے كېږي٬هېواد او معيشت په سمه لار روان شوي ٬مافياز د صحافت د آزادۍ په نوم بليك ميلنګ كوي٬په سوشل مېډيا د خلقو په ضد فيك خبرونه چلولې شي٬دا د كوم ځاے صحافت دے٬د آزاد كشمير وزيراعظم په اړه په درېو ورځپانو كښې چې كوم غېر اخلاقي مواد چاپ شوي ٬كه په برتانيه كښې داسې شوي وو نو دومره لويه هرجانه به وه چې ورځپاڼې به بندې شوې وې٬د فيك نيوز خاتمې قانون سره به ښه او وظيفائي خبريالان خوشحاله شي٬حكومت د مېډيا د تنقيد نه كومه ستونزه نه لري۔ده دا خبرې د ګل په ماښام قام ته په خپل خطاب كښې وكړې۔وزيراعظم ووئيل په نړۍ كښې په تندۍ سره صورتحال بدلېږي٬نورې نړۍ سره سره په پاكستان هم د بدلېدونكې صورتحال آغېز كېږي٬په كا?? 2018م كښې پاكستان د تاريخ تر ټولو لويې خسارې س??ه مخ ؤ ۔ده ووئيل د زر مبادله ذخيرې د درېو ا??نيو د درآمدات برابر وې۔وزيراعظم ووئيل كورونا وباﺀ د ټولې نړۍ معيشتونه ځپلي دي ٬د لاك ډاؤن نه پس په نړۍ كښې د ګرانۍ طوفان راغلے خو د كورونا مخ نيوي لپاره د پاكستان د حكمت عملۍ په سبب مونږ د معيشت او ژوند په بچ كولو كښې بريالې شوي يو۔وزيراعظم ووئيل د كورونا مخ نيوي په اړه د نړۍ لويو ادارو د پاكستان ستائنه كړې٬اكانومسټ او نړيوال بېنك د پاكستان اقدامات ستائېلي٬ ده ووئېل يو خوا مونږ كه د كورونا په ضد مبارزه وكړه نو بل خوا پوليو هم صفر شوه۔ وزيراعظم عمران خان ووئېل زمونږ د حكومت احساس پروګرام په ټوله نړۍ كښې ستائېلے شوے٬د موسمياتي بدلون په ضد په اقدامات كولو هم د پاكستان ستائنه شوې۔ده ووئيل دا وخت په نړۍ كښې په 40 كلونو كښې تر ټولو زياته ګراني راغلې۔په كا??اډا كښې د 30 كا??ه او په تركيه كښې د 20 كا??و د ګرانۍ رېكارډ مات شوے ۔وزيراعظم د ماضي ذكر كولو سره ووئيل د پيپلز پارټي په وړومبي دور كښې 13.9 ??يص?? ګراني راغلې وه٬د پيپلز پارټي په دوهم دور كښې 8.3 ??يص?? ګراني راغلې وه٬د (ن)ليګ په پخواني دور كښې په نړيواله كچه د تېلو بيعې تر ټولو ټېټې وې٬د پاكستان تحريك انصاف په وړومبو دريو كلونو كښې 8.5 ??يص?? ګراني راغلې۔وزيراعظم ووئيل مونږ د كشالو نه راوتلې يو٬حكومت هر وخت په اولس د بوج كمولو فكر كوي۔هېواد او معيشت اوس په سمه لاره روان شوي۔
د پیټرول او ډيزل د يو ليټر بيعه لس روپۍ او د برېښنا د يونټ بيعه پنځه روپۍ كمولو سره مستحقو كورنيو سره د مالي مرستې زياتولو اعلان٬تر راتلونكې بجټ به د برېښنا او پېټروليم مصنوعات بيعه كښې هېڅ اضافه نه كېږي ۔د وزيراعظم عمران خان قام ته خطاب
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر