پینډي 22 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي د رياست رټ به په هر صورت باوري كولې شي٬ چاله به هم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د قام او د وسله والو ځواكونو كاميابو ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړو۔ده د زيارت په ورځ د پېنډۍ په سي اېم اېچ كښې د بنو سي ټي ډي عملياتو كښې د ژوبل شوو پاك پوځ افسرانو او ځوانانو سره خبرې كولې۔د آئي اېس پي آر له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ د پینډۍ سي اېم اېچ كښې د بنو سي ټي ډي كمپليكس عملياتو په مهال د ژوبل شوو افسرانو او ځوانانو تپوس پوښتنه وكړه۔وزيراعظم په عملياتو كښې برخه اخستونكو ځوانانو بهادرۍ ته پیرزوينې وړاندې كړې۔وزيراعظم ووئيل شهيدانو او د هغوي كورنيو د پاكستان اولس تحفظ او سلامتيا باوري كولو له قربانۍ وركړي۔ده ووئيل رياستي رټ به په هر صورت باوري كولې شي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د قام او وسله والو ځواكونو قربانو د لارې ترلاسه شوو كاميابو ته زيان رسولو اجازه به چاله هم ورنه كړې شي
چاله به هم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د قام او د وسله والو ځواكونو كاميابو ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړو۔وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر