اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې د جمو و كشمير د اولس اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتلو له د پاكستان د عزم پخلي كولو سره د قابض هندي ځواكونو د بشري حقونو د خلاف ورزۍ او ظلمونو غندنه كړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د آزاد ??شمير وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره په خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات وكړو۔ صدر مملكت ووئيل چې نړيواله ورورولي دې په هند د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندولو او ?? ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد كولو لپاره فشار واچوي۔په ملاقات كښې د آزاد ??شمير په مجموعي وضعه او پرمختګ سره په اړودو چارو خبرې وشوې۔ صدر مملكت ووئيل چې په آزاد ??شمير كښې د سېلګرۍ بلها موقعې موجود دي٬ سېلګري راجلبولو لپاره به د آزاد ??شمير د سېلګرۍ څانګې صلاحيت زياتول وي۔ ده ووئيل چې آزاد ??شمير كښې به سېلګرۍ سره د سماجي او اقتصادي پرمختګ او معاشي هلو ځلو په وده كښې مرسته ترلاسه شي۔صدر مملكت ووئيل چې پاكستان به د آزاد ??شمير د معيشت په بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره هره ممكنه مرسته كوي۔ آصف علي زرداري ووئيل چې د آزاد ??شمير ځوانانو له به عصري هنر زده كولو او د زده كړو موقعې وركول وي۔ ده زياته كړه چې هنر مند ځوانان به د آزاد ??شمير په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ صدر مملكت ووئيل چې پاكستان كاربن كريډټ ماركيټ څخه ګټه پورته كولو كښې د آزاد جمو كشمير حكومت مرسته كولې شي۔صدر مملكت د آزاد ??شمير وزيراعظم او د هغه حكومت ته د خپل اړخه ?? ملاتړ با??ر وركړو۔د آزاد ??شمير وزيراعظم په دې موقع صدر مملكت ته د آزاد ??شمير د دورې كولو او قانون ساز اسمبلۍ ته د خطاب كولو بلنه هم وركړه۔صدر مملكت د آزاد ??شمير په بېلو سيمو كښې د اوسني بارانونو دلاسه په رامخې ته شويو پېښو كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره هيله څرګنده كړه چې د آزاد ??شمير حكومت به د ځپليو كورنيو مرسته وكړي
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د آزاد كشمير وزيراعظم انوار الحق ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا