اسلام آباد۔30مئی(اے پی پی)د زده كړو او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيل دي په اسلام آباد كښی به تر 30 جون د آؤټ آف سكول ماشومانو شمېره زيرو كړې شي٬ پاكستان كښې 23 ملين ماشومان سكولونو څخه بهر دي٬ دا شمېره په نړۍ كښې تر ټولو زياته ده٬ نوې تګلارې سره كار روان دے په راتلونكو څو كلونو كښې به دا شمېره صفر كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د زده كړو صوبائي وزيرانو 36 م كنفرنس مشري كولو څخه وروستو خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ دې څخه وړاندې د وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په مشرۍ كښې د زده كړو صوبائي وزيرانو كنفرنس وشو۔ كنفرنس كښې د څلورو واړو صوبو ٬ آزاد كشمير او ګلګت بلتستان د زده كړو وزيرانو ګډون وكړو۔ كنفرنس ته خپله وېنا كښې وفاقی وزیر رانا تنویر حسین ووئيل دا غونډه به د پاكستان ګوټ ګوټ ته د زده كړو آسانۍ رسولو له د همغږۍ په پېدا كولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ ده دا خبره تكرار كړه چې آئی پی ای ایم سی به سكولونو څخه د بهر كوچنيانو اندراج (او او اېس سی) او د فاصلاتی زده كړو اقداماتو كښې مهم ثابت شي۔ ده صوبو ته باور وركړو چې د زده كړو منصوبو څخه ګټه پورته كولو له به دوئي ته زياتې آسانۍ وركولې شي۔ د زده كړو سېكتر وسیم اجمل چوهدری ګډون كوؤنكو ته هركلي وئيلو سره د آئی پی ای ایم سی تعارف او د غونډې د بنيادي ايجنډې جائزه وړاندې كړه۔ په دې مهال د اېم او اېف ای پی ټی استازي په وفاقي او صوبائي كچه سكولونو څخه د بهر ماشومانو اندراج سره اړوند يو پرېزنټېشن وړاندے كړو۔ په دې موقعه صوبو د ټېلی سکول پاکستان اېپ اقدام ستائنه وكړه او په ګرد هېواد كښې يۍ په اېپ اېپ اندراج سوا كولو كښې يۍ د وزارت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سندھ، پنجاب، بلوچستان او خیبرپختونخوا صوبو ته په مجموعي توګه د 5400 ملین روپو ګرانټ چېك وړاندې كړو په كوم كښې چې دASPIRE Project لاندې زده كړو ته لاس رسي كښې وروستو پاتې سيمو ته آسانۍ وركړې شوي دي۔ دې څخه وړاندې په كال 22-21 كښې د دې منصوبې لاندې صوبو ته د 3240 ملینه روپو ګرانټ وركړې شوې وو۔ د كنفرنس په پايه كښې د زده كړو وفاقي وزير رانا تنویر حسین په غونډه كښی په ګډون كولو د صوبائي استازو مننه وكړه۔ وروستو خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د وفاقي پلازمينې په سكولونو كښې به د ماشومانو داخله آن لائن كولې شي۔ ده اېف ډي ته هدايت وكړو چې هغه دې د نوې ډرائيورانو د بھرتۍ جاج واخلي دغسې چې بسونه وچولولې شي۔ ده ووئيل په 21 ٬ 22 جون به د فاؤنډیشن لرننګ انټرنیشنل کانفرنس كولې شي په كوم كښې به چې ملكي او غېر ملكي استازي ګډون كوي۔
د وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په مشرۍ كښې د زده كړو صوبائي وزيرانو كنفرنس ٬ په اسلام آباد كښی به تر 30 جون د آؤټ آف سكول ماشومانو شمېره زيرو كړې شي٬ رانا تنوير حسېن
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی