اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې کورونا وائرس مخنيوي لپاره د روغتيا نړيوالي ادارې په وخت مرسته مثالي وه،پاکستان د سيمې يواځنې هېواد دے چرته چې دا وبائي رنز په ښه ډول قابو كړې شوې۔ سېنېټ سيکرټريټ لخوا جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاکستان كښې د روغتيا نړيوالي ادارې نمائنده ډاکټر پليتھا ګونراتھنا سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ ده سره ملاقات كړې۔ملاقات كښې په پاکستان كښې د کورونا وائرس په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ډاکټر پليتھا د سېنېټ چيئرمېن د ډبليو ايچ او په پاکستان كښې پروژو په اړه خبر كړو ۔ ده ووئيل پاکستان د سيمې يواځنې هېواد دې كوم چې په دې وبائي رنز په ښه ډول قابو موندلې۔په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن ووئيل کورونا وائرس مخنيوي لپاره ډبليو ايچ او په وخت مرسته مثالي وه ۔ هيله لرو چې ډبليو ايچ او به د پاکستان لپاره مرسته روانه وساتي۔د سېنېټ چيئرمېن د کورونا وائرس (کووډ۔ 19) ويکسين تر رسنې په ښه ډول مرسته كولو د ډاکټر پليتھا مننه وكړه۔
کورونا وائرس مخنيوي لپاره د روغتيا نړيوالي ادارې په و خت مرسته مثالي وه،پاکستان كښې دا وبائي رنز په كوټلي ډول کنټرول کړې شوې ۔ د سېنېټ چيئرمېن
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن