اسلام آباد۔14اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د وفاقي پلازمينې بېلې سيمې مېټرو بس سسټم سره تړلو له مو د فزېبلټي رپورټ تيارولو امر كړې دې۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم شهباز شريف په خپل يو ټويټ كښې ووئيل حكومت وګړو ته د غوره ٬ باعزته ٬ ارزان او ماحول دوست ټرانسپورټ سروس په وركولو باور لري۔ وزيراعظم ووئيل د 5 كاله مودې تېرېدو باوجود پشاور موړ څخه تر اسلام آباد ايئر پورټ منصوبه بشپړ نه كړې شوه۔ وزیراعظم ووئيل ما په دې منصوبه كښې د پلټنيو او د كار زر تر زره ترسره كولو امر كړې دې۔ ده د اولسي خېر ښېګړې په دې منصوبه كښې تاخير او د دې دلاسه په لګښت كښې زياتوالې بدقسمتي وګرځوله۔ وزیراعظم ووئيل د عمران خان حكومت په دور كښې ټولې څانكې جمود سره مخ پاتې شوې۔
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ