اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې فارن فنډنګ كيس كښې پاكستان تحريك انصاف بريالې شوې ، بايد د (ن) ليګ او پيپلز ګوند د فنډنګ موازنه هم وګړي ته وړاندې كړې شي، اليكشن كمېشن څخه غوښتنه كوو چې د(ن) ليګ، پيپلز ګوند او پي ټي آئي فنډنګ په اړه رپورټ په يو ځائې پبلك كړي، پي ټي آئي يواځنې ګوند دې كوم چې قانوني او تفصيلي فنډنګ نظام لري،د ټولې نړۍ څخه د تحريك انصاف كارمندان ګوند له فنډنګ كوې ، پي ټي آئي د خپل ټول ډونرز تفصيل لري ، اليكشن كمېشن كښې چې كوم رپورټ وړاندې شوې هغه زمونږ د حكومت جوړآدو څخه وړاندې دې ، ځينې ټي وي چينلز د 31 كروړو روپو نكته پورته كړې، يو ټرانزيكشن د 16 كروړه روپو دې او بل د 15 كروړو روپو دې كوم چې دوه ځل كاؤنټ كړې شوې ، په دې معامله هم به اليكشن كمېشن كښې غور كولې شي ، پي ټي آئي د يوې يوې روپۍ حساب اليكشن كمېشن له وركړې،داسې ښكاري چې لوئ ټي وي چينلز ايډيټوريل پاليسي (ن) ليګ ترسره كوي ، آډيو ټيپس سره د ميډيا آزادۍ ته خطر دې، حيران يو چې ميډيا تنظيمونه ولي خاموش دې ؟ وفاقي كابينې په غونډه كښې په هېواد كښې د خوراك څښاك څيزونو د بيعو جاج اخستلې شوې ، اوونيز ګرانۍ شرح كښې 0.5 فيصده كمې شوې، د خوراك څښاك څيزونو په بيعه كښې 0.7 فيصده كمې شوې دغسې 33 څيزونو بيعه كښې 2.3 فيصده كمې ريكارډ كړې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ په مهال وكړه۔ په دې موقع اطلاعات او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب هم موجود ؤ۔ وفاقي وزير اطلاعات د پي ټي آئي فارن فنډنګ كيس په اړه تفصيلات څخه خبرولو سره ووئيل فارن فنډنګ كيس كښې پاكستان تحريك انصاف بريالې شوې۔ده ووئيل مونږ غواړو چې د ن ليګ او پيپلز ګوند د فنډنګ موازنه هم وګړو ته وړاندې كړې شي، پي ټي آئي يواځنې ګوند دې كوم چې اكاؤنټنګ او د فنډنګ تفصيلي نظام لري، نورو ګوندونو كښې خو د فنډنګ معاملات د كاروباري وګړو په مرسته چليږي ، نواز شريف د ن ليګ اكاؤنټ هم د مني لانډرنګ لپاره استعمال كړې۔ده ووئيل پي ټي آئي يواځنې ګوند دې كوم چې قانوني او تفصيلي فنډنګ نظام لري۔ده ووئيل عمران خان چې كله شوكت خانم روغتون جوړ كړو نو وړومبي ميټنګ كښې ټولو ډاكټرانو ووئيل چې ويړيا درملنه ممكن نه ده ، نن شوكت خانم روغتون 70 فيصده رنځورانو ويړيا درملنه كوي۔ده ووئيل شوكت خانم روغتون ته د عمران خان په نامه په اربونو روپۍ عطيه ټولې نړۍ خخه ترلاسه كېږي،د ګوند په كچه دغه اعتماد د وزيراعظم په ذات كېږي۔ده ووئيل امريكا، لندن او پاكستان كښې د تحريك انصاف كارمندان په خپل وس له مخې ګوند له فنډنګ كوې۔ده د ګوند چيف اكاؤنټنټ او د هغه ډلې له مباركي وركړه چې هغوې د اوږدې مودې راهسې د ګوند د فنډنګ معاملات په ښه ډول سنبھال ساتلې۔ده ووئيل اليكشن كمېشن كښې چې كوم رپورټ وړاندې شوې هغه زمونږ د حكومت جوړيدو څخه وړاندې دې ، ن ليګ په دور كښې د اسټيټ بينك رپورټ نن سكروټني كمېټۍ د پي ټي آئي فنډنګ لپاره اليكشن كمېشن كښې بنياد جوړ كړې ، رپورټ كښې وئيلي شوې چې پي ټي آئي په 26 كښې 8 اكاؤنټ غير فعال دې ، 18 اكاؤنټس كښې د پي ټي آئي 8 اكاؤنټس فعاله دي ، په هغې كښې ټرانزيكشن هم كېږي، د فارن فنډنګ تر حد كومه معامله نه ده رامخې ته شوې ، ځينې ټي وي چينلز د 31 كروړو روپو نكته پورته كړې، يو ټرانزيكشن د 16 كروړه روپو دې او بل د 15 كروړو روپو دې كوم چې دوه ځل كاؤنټ كړې شوې ، په دې معامله هم به اليكشن كمېشن كښې غور كولې شي ، پي ټي آئي د يوې يوې روپۍ حساب اليكشن كمېشن له وركړې،داسې ښكاري چې لوئ ټي وي چينلز ايډيټوريل پاليسي (ن) ليګ ترسره كوي ، آډيو ټيپس سره د ميډيا آزادۍ ته خطر دې، حيران يو چې ميډيا تنظيمونه ولي خاموش دې۔د وفاقي كابينې غونډې په اړه ميډيا خبرولو سره وفاقي وزير اطلاعات ووئيل وفاقي كابينې د حكومت پاكستان كورونا مخنيوې پاليسۍ، احساس پروګرام ترمخه غريبۍ ختمولو او ماحولياتي تحفظ لپاره اقدامات او په خاص توګه 10 بلين ټري سونامي پروګرام په نړيواله كچه ډاډګيرنه خوشبينه ګرځولې۔ ده ووئيل وفاقي وزير اسد عمر كابينې ته د كورونا وباء نوې قسم اوميكرون په اړه بريفنګ وركړو،په ټوله نړۍ كښې اوميكرون تندۍ سره خپريږي، پاكستان كښې پازيټو كيسز شرح كښې تندۍ سره زياتوالې كېږي۔ كابينې وګړو ته د ماسك د استعمال ، سماجي فاصله لرلو او ويكسينيشن تاكيد كړې۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل مونږ د دوه بلين ډالره ويكسين درآمد كړې۔ ده ووئيل د سندھ حكومت د يوې روپۍ ويكسين نه دې راغوښتې ، سندھ حكومت له د 111 اربه روپو ويكسين او احساس پروګرام په لړ كښې وفاقي حكومت اين ايف سي نه علاوه وركړې۔ ده ووئيل مونږ قومي صحت كارډ پروګرام پيل كړې ٬ د سندھ حكومت د بده مرغه په دې كښې نه دې شامل۔ ده ووئيل يواځې د پنجاب حكومت د 400 اربه روپۍ په دې پروګرام كښې خرڅ كوي۔دا پروګرام د فيمليز لپاره دې، نادرا سره چې كوم فيمليز رجسټرډ دې هغوې د خپلې كورنۍ د مشر په شناختي كارډ رجسټرډ دې۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس هم د صحت انصاف كارډ لپاره اهل دې۔د دې مطلب دا دې چې روغتونونو كښې داخليدو په وخت به تر لس لكهه روپۍ د درملنې خرڅ حكومت زغمي، په دې كښې آؤټ ډور درملنه نه ده شامل ځكه چې هغه وړاندې څخه ويړيا كېږي۔ده ووئيل په سندھ كښې مرتضيٰ وهاب پرېس كنفرنس كړې چې مونږ په سندھ كښې روغتون جوړو،په سندھ كښې د سركاري روغتونونو حالت د ټولو په وړاندې دې۔ده ووئيل دا ضد كول چې هر كار به حكومت كوي ، ممكن نه دې ، صحت په څانګه كښې ښه والې لپاره نجي څانګه به شاملول وي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل وفاقي كابينې له د اليكټرانك ووټنګ مشين معارفي كولو او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له د ووت اختيار وركولو په اړه بريفنګ وركړې شوې۔ده ووئيل اليكشن كمېشن د اي وي ايم وركولو لپاره خط ليكلې، د سائنس او ټيكنالوجي وزارت ته سپارښتنه شوې چې د اليكشن كمېشن خواهش تر نظر ساتلو سره په دې لړ كښې اقدامات وكړي او اسلام آباد بلدياتي ټاكنو له به اي وي اېم اخستلو مرحله ترسره كولې شي او اليكشن كمېشن له به اي وي اېم وركولې شي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل وفاقي كابينې ته د خوراك څښام څيزونو د بيعې تقابلي جاج وړاندې شوې۔ اوونيز ګرانۍ شرح كښې 0.5 فيصده كمې شوې، د خوراك څښاك څيزونو په بيعه كښې 0.7 فيصده كمې شوې دغسې 33 څيزونو بيعه كښې 2.3 فيصده كمې ريكارډ كړې شوې۔ ده ووئيل د كومو څيزونو بيعې چې كمې شوې بايد هغه هم په ميډيا وړاندې كړې شي۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل وفاقي كابينې د خزانې وزارت په سفارش سپليمنټري فنانس بل سره منسلك (Statement of Contingent Liabilities) قومي اسمبلۍ ته د وړاندې كولو منظوري وركړې۔ ده ووئيل كابينې د قائداعظم پوهنتون كښې نېشنل انسټيټيوټ آف سيكورټي سټډيز (اين آئي ايس ايس) جوړولو ايجنډه د لا مشاورت لپاره موخر كړې ده۔ده ووئيل كابينې د كورنيو چارو وزارت په سفارش ملزم عبدالقادر احسن د برتانيې حكومت ته سپارلو منظوري وركړې دغسې هغه په برتانيه كښې په خپل ضد مقدمو ته وړاندې شي۔ دا منظوري د ملزم په خپل خواست وركړې كېږي۔ده ووئيل كابينې نادر ممتاز وړائچ د كراچۍ پورټ ټرسټ چيئرمېن تعينات كولو منظوري وركړې۔دې نه ځانله كابينې د خوراك وزارت په سفارش پاكستان تمباكو بورډ تنظيم نو كولو منظوري وركړې۔ده ووئيل كابينې د منصوبه بندۍ وزارت په سفارش پاكستان شماريات بيورو كښې ډاكټر عزيز الله خټك ممبر اكنامك اسټيټسټكس، ډاكټر محمد آصف خان ممبر ريسكيو مينجمنټ او محمد سرور ګوندل ممبر سپورټ سروسز تعينات كولو منظوري وركړې۔ده ووئيل كابينې د سي پيك اتھارټي پاكستان او وزارت ماحوليات چين ترمينځه درې زره سولر پاور جنريشن سسټم وركولو لپاره د لوظنامې منظوري وركړې۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل كابينې د نيپرا كلن رپورټ 2020-21ءاو اسټيټ آف انډسټري رپورټ 2021ء د كابينې تر راروانې غونډې وځنډولو۔ ده ووئيل كابينې د دفاعي پيداوار وزارت په سفارش بريګيډيئر محمد عاصم اسحاق منيجنګ ډائريكټر نېشنل ريډيو ټيلي كميونيكيشن كارپوريشن (اين آر ټي سي) تعينات كولو منظوري وركړې ده۔ده ووئيل كابينې د منصوبه بندۍ وزارت په سفارش بلال انور د نېشنل ډيزاسټر رسك مينجمنټ فنډ چيف ايګزيكټو تعينات كولو منظوري وركړې۔ كابينې ماحولياتي تحفظ لپاره د پاكستان بشپړه نمائندګي كولو او په كاركردګۍ خاص مرستيال ملك امين اسلم خدمات وستائل۔ د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره وفاقي وزير اطلاعات ووئيل اليكشن كمېشن رپورټ صفحه لمبر 84 كښې وئيلي شوې چې 26 اكاؤنټس دي ،د 56 اكاؤنټس اليكشن كمېشن چرته هم ذكر نه دې كړې، ميډيا له چې چا خبر وركړې،بايد هغه څخه تصديق شوې ؤ۔ده ووئيل رپورت مونږ نه شو پبلك كولې ، اليكشن كمېشن دې رپورټ پخپله پبلك كړې۔
اليكشن كمېشن دې د ن ليګ، پيپلز ګوند او پي ټي آئي فنډنګ رپورټ په يو ځائې پبلك كړې ، پي ټي آئي يواځنې ګوند دې كوم چې قانوني او تفصيلي فنډنګ نظام لري، د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ميډيا ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد