پېنډۍ 21 فروري (اے پي پي) د جوائنټ چېفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال نديم رضا سره د اسټراليا چيف آف ډيفنس فورسز جنرال اېنګس جے کېمبل د پوځ په مركزي دفتر پېنډۍ كښې ليدلي۔د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په دوه اړخيزه وظيفائي چارو٬ سيمه ايزې سلامتيا په ماحول او د دواړو وسله والو ځواكونو ترمېنځه د مرستې پحقله د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د دې نه پس د پاكستان او اسټريليا د دفاعي او امنيتي مذاكراتو په 11م دور او د 1.5 ټرېك سيكورټي ډائيلاګ اتم دور هم په جوائنټ سټاف هيډكوارټرز پېنډۍ كښې وشول۔ د دې نه وړاندې جوائنټ سټاف هېډكوارټرز ته په رارسېدو د پوځ يوې چټك ډلې ګران مېلمه جنرال اېنګس جے کېمبل ته ګارډ آف آنر وراندې كړ
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون