اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان اسلامی فلاحي ریاست جوړيدو پلو روان دے، حکومت د ټولني کمزورو طبقو او عام وګړي ښېګري لپاره پروګرام معارفي كړے ، مونږ د غلو د احتساب خبره كوو ځكه مخالفین زمونږ په ضد شور كوي، مونږ د آزادې عدليې او ميډيا څخه كومه مسئله نه لرو ، پخوا كوم هم حكومت ميډيا له د تنقید داسې آزادي نه ده وركړې ، د ډنډورو د لارې د وزیراعظم توهین شوے او تورونه لګيدلې ، میډیا كښې 70 فیصده پروګرام او خبرونه زمونږ په ضد خپرېږي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ډیجیټل میډیا ډیویلپمنټ پروګرام ترمخه ځوانانو لپاره د ډیجیټل میډیا انټرن شپ پيل كولو دستورې ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسین هم موجود ؤ۔ وزیراعظم ووئيل د دې پروګرام پيل كول خوشبينه دے، ځوانالن زمونږ د هېواد سباؤن دے، بايد هغوي د خپلو صلاحیتونو نه په صحیح معنو خبر شي او ځان د چا څخه كم ونه ګڼي۔ وزیراعظم ووئيل كركټ كښې هم ډيرو ستونزو سره مخ شوے ووم خو چري مي ماتې نه ده منلې او هڅي مي رواني ساتلي۔ده ووئيل لوي څښتن انسان اشرف المخلوقات پېدا كړے۔وزیراعظم ووئيل نړۍ ډیجیټل كېدو پلو روانه ده ٬ راتلونكے دور د ډیجیټل دے، ځوانان دې خپل صلاحیتونه استعمالولو سره خپل هدف سر كولو له چمتو وسي او لوي سوچ دي ولري۔ده ووئيل نړۍ كښې دوه قسمه وګړي ژوند تېروي يو دا چې يواځي خپل ځان لپاره سوچ كوي او بل دا چې د خپل هېواد او وګړو لپاره سوچ كوي۔نړۍ هغه وګړي ياد ساتي كوم چې د انسانانو لپاره سوچ كوي۔ وزیراعظم اینټرن شپ ترلاسه كوونكو ځوانانو باندې زور راوړو چې د پاکستان وژن او مقاصد مخ په وړندې بوځي۔ده ووئيل د پاکستان جوړيدو مقصد يو داسې هېواد جوړيدل وؤ كوم چې مثالی اسلامی ریاست وي، اسلامی ریاست خودداره وي او چا ته سر نه ټيټوي، مونږ له به يو خود داره قام جوړيدل وي، د اسلامی ریاست دوهم خصوصیت د انسانیت احساس وي، زمونږ حكومت د دې احساس ترمخه احساس پروګرام پيل كړے ځكه چې ټولنه كښې د انسانانو احساس نه وي هغه د انسانانو نه د ځناورو ټولنه وي۔ وزیراعظم ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې هرې يوي كورنۍ له هیلتھ انشورنس وركړے شوے چې له مخې ئې د هري كورنۍ په كوم هم روغتون كښې تر 10 لكهه ويړيا درملنه كيږي۔ مونږ پاکستان د اسلامی فلاحی ریاست جوړولو پلو روان يو او کمزورې طبقې پورته كول غواړو۔ ده ووئېل مونږ د ټولني کمزورو طبقو لپاره چې كوم پروګرام پيل كړے دا ډول پروګرام د امريكې غوندې هېوادو كښې نشته، پاکستان كښې غريب وګړي خپله درملنه نه شي كولې او هغې لپاره به ئې خپل كورونه خرڅولو ، زمونږ حكومت په سړكونو شپي تيرونكو بې كوره كسانو له د پناه ځايونه جوړ كړي او هغوي له هلته خوراك هم وركړے كيږي۔ ده ووئېل حکومت عام وګړي له د استوګني آسانيو وركولو لپاره هم ګامونه پورته كړي كوم فلاحي كارونه چې مونږ پيل كړي بايد دا د پاكستان جوړيدو سره پيل شوي وؤ ۔ وزیراعظم ووئيل كومه هم ټولنه د انصاف نه غير پرمختګ نه شي كولې، اسلامی ریاست كښې د قانون حکمرانی وي ٬ چرته چې د قانون حکمرانی نه وي هغه ”بنانا ریپبلك ” وي۔ وزیراعظم ووئيل وړاندې به يواځي کمزوري نيولے كيدل او د طاقتورو په ضد به څه كاروائي نه كيده، مخالفین این آر او غواړي او غواړي چې هغه ونه نيولے شي۔ وزیراعظم عمران خان په ځوانانو زور راوړو چې په رښتيا قائم پاتي شي او حقائق بیان کړي ځكه چې د دروغو وئيونكو څه عزت نه وي۔ وزیراعظم ووئيل په صحافت كښې کریډیبلټی لوئ اهميت لري ، په فیك نیوز عزت نه زياتيږي ، تنقید عمر له د رښتيا په بنیاد پكار وي، مونږ د آزادې عدلیې او میډیا څخه څخه كومه مسئله نه لرو ځكه چې زمونږ حكومت نه څه قانون ماتوي او نه کرپشن کوي۔ وزیراعظم ووئيل زه چیلنج کوم چې میډیا له څومره آزادي زمونږ حکومت وركړي پخوا كوم حكومت نه ده وركړي۔ د درېو كلونو په مهال 70 فیصده پروګرام او خبرونه زمونږ په ضد شوي، څومره تورونه چې په ما لګيدلي او زما په وزيرانو لګيدلې په نړۍ كښې په كوم هم جمهوري هېواد كښې داسې نه كيږي۔ده په دې لړ كښې د آزاد کشمیر وزیراعظم د نامزدګۍ په اړه په درېو ورځپاڼو كښې په وړومبۍ پاڼه د شائع شوي خبر حواله وركولو سره ووئيل كه په انګلینډ كښې كومې ورځپاڼې داسي خبر وركړے ؤ نو د هغې په ضد به د ملین ډالرز مقدمه ما كرې وه او په ګټلو به مې شوکت خاتم له عطیه کړې وه ، د ډنډوري د لارې د وزیراعظم توهین شوے۔ده ووئيل ډیجیټل میډیا كښې د ځوانانو لپاره لوئي موقعي شته ٬ دوي دې د نوي آئیډیاز سره راوړاندې شي حکومت به ورله آسانۍ وركوي
پاکستان اسلامي فلاحي ریاست جوړيدو پلو روان دے، حکومت د ټولني کمزور طبقو او عام وګړي ښېګرې لپاره پروګرام معارفي كړے، وزیراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : quina acumulada