اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) وز??راعظم شهباز شريف د پېشه ورانه ذمه وارو ترسره كولو په مهال ژوند له لاسه وركوؤنكو خبريالانو له د خصوصي فنډ جوړولو اعلان كړے دے چې له مخې به يۍ په كومه پېښه كښې د حق رسېدلي خبريال كورنۍ ته 40 لكه روپۍ وركولې شي۔ وز??راعظم خبريالانو له د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل د هېلتھ انشورنس كارډ اجراﺀ هم كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ خبريالانو ٬ فنكارانو لپاره د هېلتھ انشورنس كارډ ٬ پاكستان كوډ ٬ ډيجيټل ريپازټري آف فېډرل لاز موبائل اېپ او وېب سائت اجراﺀ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دستورې ته د اطلاعاتو وفاقي وز??رې مريم اورنګ??ېب او د قانون وفاقي وز??ر سېنېټر اعظم نذير تارړ هم خطاب وكړو۔ دستوره كښې د اطلاعاتو او خپرونو سېكتر سهيل علي خان او د خبريالان او ميډيا وركرز مشرتابه هم موجود وه۔ وز??راعظم ووئيل رنځونه د ژوند برخه دي۔ د هېلتھ كارډ په اجراﺀ ټولو ته مباركي وركوم۔ دې لپاره د مريم اورنګ??ېب ٬ د اطلاعاتو سېكتر او د هغه د ډلې مننه كوم۔ دوئي يوه لويه ذمه واري ترسره كړې ده۔ دا د صحافت په مېدان كښې يو انقلابي ګام دے۔ ده ووئيل وركنګ جرنلسټ د خپل فرض په ادا كولو كښې چېلنجز او خطرو سره مخ كېږي۔ د پاکستان کوډ ډیجیټل ریپازټری آف فېډرل لاز ، موبائل اېپ او وېب سائټ په اجراﺀ د قانون وز??ر او د هغ?? ډلې ته مباركي وركوم۔ دې سره به اوس اولس او ټولې نړۍ ته تر قوانين لاس رسي ترلاسه وي۔ ټولو قوانينو او آئيني دفعاتو څخه به په بشپړه توګه مرسته ترلاسه كېدې شي۔ دا د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل شوي دي۔ وز??راعظم ووئيل د اطلاعاتو وفاقي وز??رې مشاورت سره پرېكړې شوې ده چې هغه خبريال كوم چې د خپلو ذمه وارو ترسره كولو په مهال خپل ژوند څخه لاسې ووينځي د هغه لپاره خاص فنډ عملي كولې شي۔ د پېښې ښكار شوي صحافي كورنۍ ته به د 40 لكه روپو ادائيګي وز??راعظم فنډ څخه كولې شي۔ د نورو وسائلو ترلاسه كېدو سره به دا فنډ سوا كولې شي۔ ده ووئيل كوم وخت چې زه د پنجاب اعلی ??زير ووم نو دغه مهال د خپل فرض ترسره كولو په مهال د ځان قرباني وركوؤنكو پوليس اهلكار يا آفيسر كورنۍ ته به 30 لكه روپۍ وركولې شوې كومې چې 5 كروړه روپو ته ورسولې شوې۔ ده ووئيل چې پاكستان سوكاله وي نو خبريالانو له به په ياد شوي فنډ كښې لا اضافه كولې شي۔ ده ووئيل خبريالان د خپل فرض ترسره كولو له زياته خواري كوي۔ ده ووئيل زه 16 مياشتې وز??راعظم پاتے شوم ٬ په دې مهال بېلو كالم ليكونكو به ټكونه هم كړې وي په ما تر دې ورځې دا بد نه دي لګېدلې۔ ده ووئيل دا ستاسو ذمه واري ده ٬ ټكونه بايد په حقائقو اډانه ولري۔ دې سره لارښودنه او مرسته ترلاسه كېږي او كه دا د حقائق په ضد وي نو دې سره اړې ګړې رامخې ته كېږي۔
وزيراعظم د پيشه ورانه ذمه وارو ترسره كولو په مهال ژوند له لاسه وركوؤنكو خبريالانو له د خصوصي فنډ جوړولو اعلان كړو
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی