ملګري ملتونه 15مارچ (اے پي پي)پاكستان په ملګرو ملتونو كښې وئېلي دي د ګلوبل وارمنګ او ماحولياتي بدلون ارتقاﺀ سره د پرمختګ تصور بدل شوے ٬٬پرمختيائي منصوبه بندي دې اوس د ماحولياتي اثرات تر مخه وكړے شي۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم د ملګرو ملتونو په پرمختيائي مرسته د پالېسۍ مكالمې لپاره مهم نړيوال پليټ فارم ډوېلپمنټ كوآپرېشن فورم(ډي سي اېف)كښې په يوه مباحثه كښې د خيالاتو څرګندونه كښې وئېلي دي د ګلوبل وارمنګ او ماحولياتي بدلون ارتقاﺀ سره د پرمختګ تصور بدل شوے ٬ دغه وجه ده چې د اقتصادي پرمختګ بنيادي اصولو ته ترتيب وركولو سره اوس د ماحولياتي بدلونونو خطرو مخ نيوي لپاره هم د اقدامات په اړه د منصوبه بندو ضرورت دے يعني د ماحولياتي بدلونونو په زد كښې راغلې هېوادونه تر نظره ساتلو سره دې د نړيوال او سيمه ايزو پرمختيائي اهدافو او اقداماتو له منصوبه بندي وكړې شي۔ده په پاكستان كښې په لويه پیمانه د سېلاب تباهۍ مخ نيوي لپاره د اقدامات په اړه ووئيل حكومت د تعميرنو يوه منصوبه لري كومه كښې چې انفراسټركچر٬د كورونو او زرعي زمكې بيا رغونې لپاره نزدې 16.5 بلين ډالر ته ضرورت دے ۔پاكستاني سفير ووئيل په زياتره چارو كښې موافقت د پائيدار انفراسټركچر ضمانت دے كوم چې د پرمختګ يو بنيادي اړخ دے او كوم لپاره چې مونږ له د اقتصادي پرمختګ او ماحولياتي نګرانۍ تصورات ضم كولو ته ضرورت دے ۔