اسلام آباد۔22 جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم اسحاق ډار وئيلي دي چې د طبي زده كړو معيار ښه كول زمونږ د وګړو روغتيا او خير ښيګړے له زيات ضروري دي٬ حكومت د روغتيا خيال ساتونكو پېشه ورو وګړو د راروان نسل مرستې كولو او دوئي لپاره د غوره زده كړو او تربيې ترلاسه كول باوري كولو عزم لري۔ د نائب وزیراعظم د دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه نائب وزيراعظم اسحاق ډار د خالي په ورځ په میډیکل ایجوکېشن د رابللې شوې دويمې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د وزیر اعظم د روغتيا کوآرډینېټر ، د قانون وفاقي وزير ، د قامي اسمبلۍ غړې ډاكټر نفيسه شاه ٬ د هېلت سېكتر ٬ د پي اېم اېنډ ډي سي صدر ٬ د اېچ اي سي چيئرمېن ٬ سي پي اېس پي صدر ٬ اېډیشنل سېکتر (اېم ای اېنډ اېس آئی اېف سی) او د نورو نوموړو سركاري او نجي طبي ادارو پوهانو او مشرانو ګډون وكړو۔ د پرانستې خپل خطاب كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار د هېواد د روغتيا خيال ساتلو په لاره كښې په پېښو چلېنجونو قابو موندلو كښې د طبي زده كړو په ضروري كردار رڼا اچولو سره ووئيل د طبي زده كړو معيار ښه كول زمونږ د وګړو روغتيا او خير ښيګړے زيات ضروري دي۔ ده ووئيل زمونږ طبي ادارو له به د خپل سباؤن طبي پېشه ورو وګړو ته د اعلی درجې تعليم او تربيه وركولو له هغوي اختيارمند جوړول وي۔ ده ووئيل حكومت د روغتيا خيال ساتونكو پېشه ورو وګړو د راروان نسل مرستې كولو او دوئي لپاره د غوره زده كړو او تربيې ترلاسه كول باوري كولو عزم لري۔ د وزيراعظم د روغتيا کوآرډینېټر ډاكټر ملک مختار احمد بھرتھ ووئيل د مهمې ايجنډې مقصد اولنۍ غونډې څخه تر دې دمه د شوي پېشرفت جاج اخستل او د ذيلي كمېټۍ په سفارشاتو د خيالاتو څرګندونه كول دي۔ ده غونډې ته د ذېلي كمېټۍ سفارشات وړاندې كرل۔ په غونډه كښې په پاكستان كښې د طبي زده كړو معيار ښه كولو پلو پام وګرځولے شو۔ راروانه غونډه به د روانې مياشتې په 29 مه نېټه كيږي۔ دغې څخه وروستو به رپورټ وزيراعظم ته وړاندې كولې شي۔
د طبي زده كړو معيار ښه كول زمونږ د وګړو روغتيا او خير ښيګړے له زيات ضروري دي٬ اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil