اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د نامتو اداكار عمر شريف په مړينه خواشيني ښودلو سره وئيلي دي چې عمر شريف د بې شمېره صلاحيتونو مالك و او د فنون لطيفه په څانګه كښې ئې يو ځانګړے مقام لرلو. د خالي په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا د غمرازې په جاري شوي پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې د فن په څانګه كښې به د عمر شريف خدمات تر ډېره موده ياد ساتلې شي. ده د ارواښاد لوړو درجو لپاره دعا وكړه او غم جنې كورنۍ سره ئې د غمرازې څرګندونه وكړه.
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا