اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم ع??ران خان سره د ګل په ورځ لاهور ګورنر هاؤس كښې د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور ملاقات كړے ۔د پنجاب ګورنر وزيراعظم ته د برتانيې دورې په اړه بر??فنګ وركړو۔وزيراعظم ع??ران خان د برتانيې په كاميابه دوره كولو د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور ستائنه وكړه۔په دې موقع وزيراعظم ع??ران خان ووئيل پاكستان د امن سره ولاړ دے٬د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره مونږ لويې قربانۍ وركړي۔وزيراعظم ع??ران خان ووئيل اولسي ښېګړې او بنيادي آسانيو وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔د پنجاب ګورنر وزيراعظم ته ووئيل ما د برتانيې پارليمان سپيكر٬وزيرانو٬پارليماني غړو او د لارډز پشمول 100 څخه زياتو شخصياتو سره ملاقاتونه كړي چې پكښې هغوي افغان امن عمل كښې د پاكستان كردار ستائېلے ۔ګورنر وزيراعظم ته ووئيل د برتانيې پارليمان د 20 څخه زيات غړي به ډېر زر د پاكستان دوره وكړي۔
وزيراعظم عمران خان سره د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور ملاقات
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن