دنهوانګ ګانسو 20 ستمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو، خپرونو او قامی ورثې وفاقی وزیر سناتور پروېز رشید وئيلي دي چې پرمختګ او سوكالي د وګړو ترمينځه په امن سره د اوسيدو تقاضا کوي ، اقتصادی پرمختګ لپاره ??لت??ري رابطو ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د نهې په ورځ ’’سلك ر??ډ انټرنېشنل کلچرل ایکسپو‘‘ پرانستې غونډې ته خطاب کښې وكړه۔ سناور پرویز رشید ووئيل چې پاکستان به د اسياﺀ ، اروپا او د افریقائي براعظمونو ترمينځه د پل کردار ترسره كوي۔ سوئيلي اسياﺀ ، مينځني اسياﺀ ، شمالی افریقې او خلیجی ریاستونو ترمينځه رابطو سره به اقتصادی او ??لت??رې اړيكې لا مستحکمې شي۔ وفاقی وزیر په وړومبي نړيوال سلك روډ کلچرل ایکسپو كوربتوب د عوامی جمهوریه چین ستائنه وكړه ۔ ده ووئيل دا پھ يو داسې موقع وشو كله چې امن، همغږۍ او سوكالۍ ته اړتيا ده۔ ده ووئيل نندارتون كښې د 85 هيوادونو د استازو ??اي??ځائ كيدو سره د ريښمو لوئې لارې په غاړه د وګړو ترمينځه شراکتی او اقتصادی او ??لت??ري تبادلو ډاډګيرنې ته د پام راګرځونې پیغام وركړې۔ پاک۔ چین اقتصادی راهدارۍ كښې په قوي شراکت دار جوړيدو د چین د حکومت مننه كولو سره ده ووئيل دا راهداری به مواصلاتی، اقتصادی او ??لت??رې منظرنامه بدله کړي او د دواړه هيوادونو لپاره به د پرمختګ يو ډ??ل وسيله وګرځي۔ دنهوانګ كښې د نندارتون پھ پاې كښې يوه اعلامیه هم جاری کړې شوه چې پكښې غړو هيوادونو د سلك روډ (دنهوانګ) انټرنېشنل کلچرل ایکسپو ??لت??رې مشن ته عملی شكل وركول او نړيوال امن او پرمختګ ته د ودې وركولو د عزم څرګندونه شوې۔ وفاقی وزیر د دستورې په كوربتوب او د پاکستانی پلاوي په تود هركلې كولو د عوامی جمهوریه چین مننه وكړه۔
پرمختګ او سوكالي د وګړو ترمينځه په امن سره د اوسيدو تقاضا کوي ، اقتصادی پرمختګ لپاره كلتورې رابطو ته اړتيا ده
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن