اسلام آباد ۔ 5 فروری (اے پی پی) په ټول هېواد كښې د نهې ورځ كشمير سره د يووالې ورځې په ??وګ?? په بشپړه ډول ولمانځل?? شوه۔ په دې مهال هېواد كښې عامه رخصتي وه۔ ټول سركاري او كمرشل بانكونه او نورې سركاري او نيم سركاري ادارې بندې وې۔ ?? اے پي پي ترمخه اولس مشر ډاكټر عارف علوي كشمير سره د يووالي په موقع سهار د آزاد كشمير پلازمينې مظفر آباد ته ورسېدو۔ ده كشمير سره د يو والۍ ورځې په لړ كښې خاص دستوره كښې ګډون وكړو او د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ ته ئې خطاب هم وكړو۔ دغسې په ایوان صدر كښې هم په دې لړ كښې يو سيمينار وكړ?? شو كوم ته چې د اولس مشر په شمول مهمو شخصياتو خطاب وكړو۔ ددې ورځې مناسبت سره په ټولو صوبائي ، ډویژنل، ضلعی، تحصیل او سټی ھېډ کوارټرز كښې لاريونونه وويستل?? شول چې مقصد ئې د نړۍ پام د كشمير مسئلې حل او د كشميريانو د خپلواكۍ حق پلو ګرځول وو۔ په دې مهال د بېلو سياسي ٬ ديني او مذهبي ګوندونو ترسېوري لاندې خاص سيمينارونه ٬ كنفرنسونه ٬ مباحثې ٬ مذاكرې ٬ جلسې او جلوسونه وشول په كومو كښې چې ټولو مكاتب فكر سره تعلق لرونكو شخصياتو ګډون وكړو۔ د هېواد نورو برخو په ډول پنډۍ او اسلام آباد كښې هم كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له بېل پروګرامونه وكړ?? شول او د نړۍ پام د كشمير مسئلې حل پلو وګرځول?? شو۔ دې سره سره د انساني لاسونو زنځير هم جوړ كړ?? شو۔ وفاقی پلازمينه اسلام آباد كښې او په كوهاله پل د مقبوضه كشمير اولس د هڅو په حمايت كښې د لاسونو زنځير جوړ كړ?? شو۔ بلخوا په ډي چوك اسلام آباد كښې مركزي دستوره وشوه۔ ددې ورځې پېل د سحر لمونځ څخه وروستو د كشمير آزادۍ ٬ د پاكستان استحكام ٬ د هېواد سلامتيا ٬ د اسلامي نړۍ سرلوړۍ ٬ د كشميري او پاكستاني اولس سوكالۍ ٬ په مستقل بنيادونو د امن په ځائې كېدو او د ورورولۍ ودې له خاص دعاګانو سره وشو۔ د نهې په ورځ په دې لړ كښې سهار 10 بجې ټولو لويو ښارونو كښې سائرن وغږول?? شو او د كشمير شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له يوې دقيقې له خاموشي اختيار كړ?? شوه
په ګرد هېواد كښې كشمير سره د يووالي ورځ په بشپړه توګه ولمانځلې شوه
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha