سکھر۔7جون(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير اعظم سواتي ګھوټكي ته نزدې د ټرېن د پېښې ځاے ته رسېدلے ۔ هغه د اوباړو تحصيل روغتون كښې د ژوبل شوو تپوس پوښتنه وكړه او د حق رسېدليو مسافرو بخښنې لپاره ئې دعا وكړه۔ د پېښې ځاے ته په رسېدو وفاقي وزير اعظم سواتي د پېښې نه پں د رامخې ته شوي صورتحال جاج واخست۔ د سكھر رېلوے ډي اېس طارق لطيف وفاقي وزير ته د پېښې ابتدائي صورتحال په اړه بريفنګ وركړو۔ د پیښې د ځاے جاج اخستو نه پس وفاقي وزير د اوباړو تحصيل روغتون ته لاړو او دغلته ئې د ژوبل شوو زر روغتيا او د حق رسېدليو مسافرو لوړو درجو له دعا وكړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل تر ټولو وړاندې د پاك پوځ ٬ پوليس ٬ځائي انتظاميې او د عامو وګړو په شمول د ټولو ادارو مننه كوم چا چې د پېښی ځاے ته سمدستي رارسېدلي او د مرستې هلې ځلې ئې پیل كړې۔ هغه ووئيل دا دومره لويه پېښه ده چې ما سره د دې د بيانولو الفاظ نشته۔ هغه ووئيل د پیښې د پلټنو امر شوے۔ د رپورټ راتللو نه پس به ټول حقائق معلوم شي۔ هغه ووئيل د انساني ځانونو په زيان خفه شوے يم ۔ د رپورټ راتللو نه پس به ذمه دارو ته سزا وركولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل دا مهال هم ځينې مسافر په ډبو كښې نښتي دي د كومو راويستلو له چې په احتياط سره كار روان دے۔ هغه ووئيل بېلو روغتونونو كښې 80 ژوبل شوي موجود دي۔ هغه ووئيل د ځائي صنعتي ادارو مننه كوم كومو چې د مسافرو مرسته كړې او هغوي لپاره ئې د خوراك انتظام كړے
د رېلوے وفاقي وزير اعظم سواتي ګھوټكي ته نزدې د ټرېن د پېښې ځاے ته ورسېد۔ د رپورټ راتللو نه پس به ذمه وارو ته سزا وركولې شي۔ وفاقي وزير اعظم سواتي
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha