اسلام آباد 29 مارچ (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فیصل په ??یل او سی او ورکنګ باؤنډری د هند د اړخه د سیز فائر په پر??ه پسې خلاف ورزیو د تحفظاتو څركندونې سره خبردارې وركړې چې زمونږ صبر او تحمل دې د کمزورۍ علامت ونه ګڼلې شي، د هندي مهم جوئی سختې نتيجې برآمد كيدې شي، زمونږ ځواك د هر ډول جارحیت ځواب وركو??و له چمتو دے، مونږ به پھ مناسب وخت او ځائي ځواب وركوو، وزیراعظم شاهد خاقان عباسی به ډير زر د افغانستان دورہ وكړي، په افغان خاوره د ټی ټی پی، داعش او نور ترهه ګر ډلو محفوظې اډې د پاکستان پشمول مينځني اسياﺀ ، ایران او سيمې له خطر دے، د بنګله دیش وزیراعظم شیخ حسینه وا??د اشتعال راپارونكې بیان د افسوس وړ دے۔ د زيارت پھ ورځ د خارجه دفتر وياند اوونيز پریس بریفنګ په مهال د بيلو پوښتنو ځواب وركولو سره ووئيل د هند د اړخه په ??یل او سی او ورکنګ باؤنډری د تير كال نه تر اوسه بلااشتعال سیز فائر خلاف ورزی كېږي، د پاکستان ځواكونه د صبر او تحمل څرګندونه كوي خو دا دې زمونږ کمزوری ونه ګڼلې شي، زمونږ وسله وال د هر ډول جارحيت ځواب وركو??و له چمتو دے، مونږ به په مناسب وخت او ځائې ځواب وركوو۔ وياند د بنګله دیش وزیراعظم پھ اوسني بیان د ردعمل څرګندونې سره ووئيل دې ډول اشتعال انګیز ریمارکس د افسوس وړ دي، داسې بيانونه د درې اړخيزه لوظنامې 1974ء روح په ضد دي۔ وياند ووئيل د دواړه هېوادونو اولس يو بل سره كلتوري ٬ مذهبي خپلولۍ لري۔وياند د افغانستان قامی سلامتیا سلاحكار حنیف اتمر تورنه رد كولو سره ووئيل دې ډول بيانونو سره په دوه اړخيزه اړيكو منفی اثرات مرتب كېږي۔ وياند ووئيل وزیراعظم شاهد خاقان عباسی به ډير زر د افغانستان دورہ وكړي، د وزیراعظم د افغانستان دوره د امن لپاره د پر??ه پسې رابطو برخه ده۔ د داعش په اړه وياند ووئيل مونږ افغانستان كښې د پاكستان پولو سره نزدې د داعش او نور ترهه ګر ډلو په محفوظو ژالو سنجیدہ تحفظات لرو۔ ده ووئيل دا معامله ریزولوټ سپورټ مشن او افغان دولت سره پورته كړې شوي خو مناسب کارروائی نه ده شوي۔ وياند ووئيل په افغان خاوره د ټی ټی پی، داعش او نور ترهه ګر ډلو محفوظې اډې د پاکستان پشمول مينځني اسياﺀ ، ایران او سيمې له خطر دې۔
زمونږ صبر او تحمل دې د کمزورۍ علامت ونه ګڼلې شي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو