اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د ذهني صحت مسئلو سره مخ شوو كسانو لپاره د يو جامع منصوبې جوړولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي د ذهني صحت په مسئلو كښې بوښت د 45 نه 50 فيصده خلقو سمدستي خذمت سره د هغوي علاج كېدے شي۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د ذهني او نفسياتي صحت په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د بشري حقونو قامي كمېشن٬د روغتيا ادارې پشمول په ذهني صحت د كار كوونكو ادارو او د روغتيا وزارت استازو ګډون كولو۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د قامي روغتيا وزارت ته هدايت وكړو چې په ذهني او نفسياتي صحت د سركاري او نجي اسټيك هولډرز پشمول يوه كمېټي جوړه كړي٬كمېټي دې د ذهني صحت په اړه په نوو تصورات غور وكړي او ښه ځايې او نړيوالې طريقې دې د خپل ځان لپاره مثال وګرځوي۔صدر ووئيل پاكستان د ذهني صحت فشار مخ نيوي لپاره محدود وسائل لري٬د اندازې له مخې 80 فيصده خلق د ذهني صحت ضروريات څخه محروم دي۔ده ووئيل ذهني صحت باوري كول او د اولس د ذهني صحت مسئلې په ابتدائي پړاؤ كښې حل كول به د قام پیداواري صلاحيت زياتولو له مرستيالې ثابت شي۔صدر مملكت د ذهني صحت په اړه د افرادي قوت جوړولو په ضرورت زور راوړو چې د هېواد نجي او سركاري څانګو دننه موجود ټول ترلاسه تربيتي وسائل او په نړيواله كچه ترلاسه آن لائن تربيتي آسانيو څخه بشپړه استفاده پكارده ۔صدر مملكت ووئيل ټول اسټيك هولډرز خپل سفارشات مستحكم كړې ٬ كمېټۍ تشكيل كړئ او د اسټيك هولډرز په ګوته كول او هغوي په سسټم كښې شاملولو لپاره په يو مقرره ټائم لائن عمل وكړئ۔
د ذهني صحت مسئلو سره مخ شوو كسانو لپاره د يو جامع منصوبې جوړولو ضرورت دے ۔ صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب