اسلام آباد 21 جولائی (اے پی پی) د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شیر علی وئيلي دي چې این آر او او نیب ځپلي وګړي زمونږ څخه حساب غواړي۔ وزیراعظم محمد نوازشریف به د 2018 ټولټاكنو كښې هم کامیابی ترلاسه كوي۔ د جمعې په ورځ د سپریم کورټ پھ خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د عدالتی پريكړې نه پس به عمران خان لپاره پاګل خانه كښې كوټه جوړولې شي۔ د پیپلز ګوند په اړه ده ووئيل پیپلز ګوند په کرپشن لیکچر سره د سپریم کورټ ديوالونه جړقېږي۔ ده د شیخ رشید پھ اړه ووئيل كه شیخ رشید د خپل جائیداد منی ټریل وركړي نو زه به مستعفی شم۔ ده ووئيل د آئین په رڼا كښې ګټه به د وزیراعظم محمد نواز شریف کېږي۔ مخالفین د پاکستان د پرمختګ په ضد دي۔ محمد نواز شریف د هېواد څخه ترهه ګري ختمه كړې، په هېواد كښې ئې د سړكونو جال غزولې۔ این آر او او نیب ځپلي زمونږ څخه حساب غواړي۔ وزیراعظم محمد نوازشریف به د 2018 په ټولټاكنو كښې هم کامیابی ترلاسه كوي۔
این آر او او نیب ځپلي وګړي زمونږ څخه حساب غواړي۔ وزیراعظم محمد نوازشریف به د 2018 په ټولټاكنو كښې هم کامیابی ترلاسه كوي۔ عابد شیر علی
مضمون کا ماخذ : بونانزا