اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې د پېنډۍ رنګ روډ منصوبه د تربېلا او منګلا بند غوندې مهمه قامي منصوبه ده٬ تيرو حكومتونو دا مهمه منصوبه نظر انداز كړې٬ موجوده حكومت د منصوبې د اهميت له مخې په ترجيحي بنيادونو د دې جوړولو له لوظي دې٬ د منصوبې الائنمنټ كښې بدلون كوم سياسي مفاد لپاره نه بلكې په تكنيكي بنيادونو د پوهانو تجويز دې٬ اوس د يو متنازعه راپور په بنياد د منصوبې ايسارولو هڅې شوې دي په دې به په وفاقي كابينه كښې هم غږ پورته كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د ګل په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري ??نفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل زه دا خبره واضحه كول غواړم چې د دې منصوبې په لائنمنټ كښې چې كومه واوېلا شوې او چې كومه انكوائري ??مېټي جوړه شوې د ھغې مشري د پېنډۍ كمشنر كول?? او دوهم كمشنر او اېډيشنل ??مشنر ئې غړي وو او بل يو غړې دوي له شاملول ٶ ??ې انكوائرۍ چې كوم راپور مرتب كړې يا په ھغې د غړو لاسليك نشت?? او يوازې كنوينئر لاسليك كولو سره دا راپور لېږلې ??ې او د ??ې اعلٰې وزير نوټس اخستې دې۔ ده ووئيل دوهم كمشنر او ايډيشنل ??مشنر ډېر ايمانداره چارواكي دي دوي اختلافي نوټ تحرير كړې دې خو د راپور توثيق نه دې شوې د دې په بنياد زه دا ګڼم چې دا راپور متنازعه شوې او دې هېڅ اهميت نه لري او دا معامله به په وفاقي كابينه كښې هم پورته كوم۔ ده ووئيل د لوړې كچې د انكوائري ??مېټۍ بيا تشكيلولو ضرورت دے دغسې چې دا حقائق رامخې ته كړې شي كوم چې د دې منصوبې په لاره كښې خنډان جوړېږي۔ ده ووئيل د منصوبې د پېل نه تر پائې زما٬ زما د ورور ٬ زما د زوي٬ زما د وراره يا زما د كورنۍ د يو كس يو انچ زمكه په دې منصوبه كښې نه راځي او كه څوك ثابت كړي نو سياست به پرېږدم۔ ده ووئيل د ټي وي په يو پروګرام كښې د عطاء تارړ لخوا زيات تورونه لګولي شوې د ھغه په ضد د هتك عزت دعوٰې كولو حق لرم، په هر فورم دې ھغه خپل ثبوت راوړندې كړي٬ زما نه علاوه د زلفي بخاري ??امه هم اخستې شوې ده۔ ده ووئيل زه واضح كول غواړم چې د دې منصوبې الائنمنټ سره د كوم سياسي شخصيت هېڅ تعلق نشته۔ د نووا هاٶسنګ سوسائټۍ پحقله ده سپيناوې وكړو دې سوسائټۍ سره زما كوم فنانشل تعلق نشت?? او نه زما كورنۍ دې پروژې لپاره زمكه اخستې د?? او نه زمكه موجود ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كه انكوائري ??مېټي وي يا د انكوائري ??مېټۍ راپور په ھغې كښې زما يو ځائ نامه نشته خو چې كومه خبره په ميډيا كښې چلېږي په ھغې كښې زما نامه اخستې شوې دې لپاره د اولسي نمائنده په حېث ما سپيناوې ضروري ګڼلو۔ وفاقي وزير ووئيل د دې معاملې انكوائري دې نېب يا بله اداره وكړي زه به ئې هركلے كوم٬ د مخالفينو غوندې د نېب په انكوائرۍ به شور نه كوم۔ د يو ټيوټ په يو چېنل ??و خبريال دوه سنګين تورونه لګولي او وئيلي ئې دي چې د پټروليم وزارت وركړې شو او د سكېنډل په بنياد بېرته واخستې شو زه په دې ډېر افسوس لرم٬ چا له وزارت وركول يا بېرته اخستل د وزيراعظم صوابديد وي ٬ كپتان ??ې كوم ځائ يو لوبغاړې لوبول غواړي هلته ئې لوبوي، كه كوم سكېنډل وي نو وزارت به نه بدلېدو بلكه كور ته به لېږلې شوې وم۔ ده ووئيل دا منصوبه كه د كال 2017 په الائنمنټ جوړه شي يا په نوي لائنمنټ٬ دا منصوبه جوړول ضروري ده