اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل صدر او د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري ته خط ليكلې دې كوم كښې چې ئې هغوي د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي كشمير كښې د روانې غېر انساني وضعې په اړه د پاكستان د تحفظاتو نه خبر كړي دي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي په خپل خط كښې دا خبره په ګوته كړه چې هند دا مهال مقبوضه سيمه په دوه برخو كښې د وېشلو او د اضافي آبادياتي بدلونونو پشمول په د نورو غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو په عملي كولو غور كوي۔ خارجه وزير په خپل خط كښې د ملګرو ملتونو صدر او عمومي سېكرټري پام د هند لخوا د مقبوضه كشمير پرله پسې محاصرې پلو ګرځولې۔ خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې د مقبوضه جمو او كشمير اولس د هند لخوا لګولي شوي غېر قانوني اقدامات رد كړي دي۔ خارجه وزير د سلامتي كونسل څخه غوښتنه كړې چې هغه دې د جمو او كشمير په شخړه په خپلو قراردادونو بشپړه عمل درآمد باوري كولو لپاره خپله ذمه واري پوره كړي۔ خارجه وزير په خپل خط كښې د سلامتي كونسل څخه دا غوښتنه هم كړې چې هغوي دې په هند زور راوړي چې په مقبوضه كشمير كښې دې د جبر كمپائن ختم كړي او د ټولو غېر قانوني كاروائيو ختمولو په شمول دې د اګست پنځمې نېټې كال 2019 او د دې نه پس پورته كړې ټول اقدامات بېرته واخلي۔د خارجه وزير شاه محمود قرېشي خط د پاكستان مستقل استازي په نيويارك كښې ملګرو ملتونو ته وسپارلو۔
د شاه محمود قرېشي د كشمير په اړه سلامتي كونسل او ملګرو ملتونو ته خط
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena