اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن په سياسي كارمندانو زور راوړے چې هغوي بايد عام اولس سره باقاعدګۍ سره تماس ونيسي۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې سياسي كارمندان به د اولس مسئلې حل كولو او په خاص توګه د څښلو اوبو او روغتيا اسانيو او د معياري تعليم رسنې له ټولې ممكنه هڅې و??ړي?? اولس مشر دا خبره ملتان سره تعلق لرونكو د صوبائي اسمبلۍ غړو يو پلاوي سره ايوان صدر كښې ملاقات كښې وكړه۔ ?? پلاوي مشري د صوبائي اسمبلۍ غړي رانا محمود الحسن كوله۔ اولس مشر ووئيل چې د سياسي كارمندانو ذمه واري ده چې هغوي دې اولس د هېواد حقيقي صورتحال څخه خبر وساتي او غېر جدي او غېر ذمه وار عناصر به په ??اګه ??ړي?? ده ووئيل سياسي كارمندان بايد اولس كښې د بدعنوانۍ لعنت ختمولو له شعور پېدا ??ړي?? اولس مشر ممنون حسېن د مېوؤ او فصلونو په شمول د كركيلې پېداوار زياتولو له د نوې ټېكنالوجۍ كارولو په حاجت زور راوړو۔ ده د غوره پراسسنګ او د معياري امونو پېداوار په سوب د امونو په برآمداتو كښې شوې اضافه وستائله۔ پلاوي كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي ملک مظهر عباس رانا ٬ رائے منصب علی خان ٬ رانا طاهر شبیر ٬ سلطانه شاهين٬ رانا شاهد الحسن او د ملتان پخوانې دوهم ميئر محمد نعیم رفیق شامل ؤ۔
سياسي كارمندان بايد اولس كښې د بدعنوانۍ لعنت ختمولو له شعور پېدا كړي
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ