اسلام آباد 08 مئی (اے پی پی)پاكستان او اومان د سيمه ايزو رابطو ودې له او اقتصادي پرمختګ لپاره د يو بل سره مرستې او پھ ګډه كار ك??لو له په بېلو ذريعو د خيالاتو څرګندونه كړی ده ۔ د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز د اومان خارجه وزير يوسف بن الواني بن عبدالله سره د ګل پھ ورځ خارجه دفتر كښې د ملاقات نه پس ووئي?? پاكستان او اومان جغرافيائي او اقتصادي اهميت لري او اومان په سيمه ايزو او نړيوالو چارو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د سيمه ايز امن او استحكام ودې پھ حقله د شريكې خوښې په بېلو چارو مونږ يو ډول خيالات لرو٬مونږ دې خبرې ته سلا يو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه به په رسمې توګه سياسي خبرې اترې كېږي دغسې چې په بېلو چارو خپلې همغږۍ له وده وركړی شي۔ده ووئي?? پاكستان او امان روايتي همكاران دې او په هر نړيوال فورم د يو بل ملاتړ كوي۔ده ووئيل اومان د پاكستان نزدې سمندري ګاونډي دے۔د پاكستان څخه اومان 202 نائيټكل مائلز لرې دے او د ګوادر او بلوچستان په اړه په خاص توګه زمونږ د سيمې سره تړون لري۔خارجه صلاحكار ووئي?? پاكستان او امان د يو بل سره مرستې كولو او د موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔سرتاج عزيز ووئيل په ملاقات كښې د پاكستان او اومان ترمينځه د سي پېك او ګوادر بندرځاې د لارې د نوو موقعو څخه د استفادې په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه او دې خبرې ته سلا راغله چې دواړه هېوادونه به د موقعو څخه استفادې لپاره د لارې لټولو لپاره باقاعده تماس نيسي ۔پھ ملاقات كښې د اومان پرائيوټ كمپنو سرمايه كاري زياتولو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او په دې لړ كښې د ضروري آسانيو په اړه هم خبرې شوي۔ده ووئيل دوه اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو په حقله په چارو هم غور شوې۔خارجه صلاحكار ووئيل د پاكستان او اومان ترمينځه د اعلٰی كچ پلاويو تګ راتګ سره د دواړو هېوادونو د ملګرتيا اړيكو ته وده ترلاسه شوې۔په جنوري 2017 كښې د اومان سټېټ كونسل چيئرمېن ډاكټر يحيٰی پاكستان راتږ ذكر ك??لو سره دوي ووئېل دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې او د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمينځه رابطو زياتولو لپاره مهم كردار ترسره كړی شوې ۔خارجه صلاحكار ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو غړو ترمينځه رابطو ته د ودې وركولو خوښي لرو۔سرتاج عزيز ووئيل مونږ په سباؤن كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه رابطو ته ودې وركولو له هيله مند يو۔ده د اومان د خارجه وزير هركلے وكړو۔ده تېر كال ستمبر كښې د مسقط دورې پھ مهال پھ مېلمستيا كولو د هغه مننه وكړه۔ده ووئيل د دغې دورې پھ مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو د جاج اخستو موقع ترلاسه شوې وه ۔ده ووئيل د اومان د خارجه وزير پاكستان ته راتګ د دواړو هېوادونو د اړيكو مستحكمولو غمازي كوي۔سر تاج عزيز ووئيل مونږ د سلطان قابوس د قيادت او د هغه د وژن اعتراف كوو۔ده ووئي?? پاكستان سره تل اړيكو ته اهميت وركړی۔ده ووئي?? پاكستان هم اومان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔خارجه صلاحكار ووئيل د ملاقات پھ مهال د دواړو هېوادونو د بېلو څانګو په مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پھ دې موقع د اومان خارجه وزير يوسف بن الواني بن عبدالله د مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل د سيمې اولس ګټې له د شريكې مرستې پراخا موقعې شته ۔۔هغه د بېلو هېوادونو سره د ت??ارت لوظ نامې ذكر ك??لو سره ووئيل دا د پاكستاني سرمايه كارو لپاره د استفادې ښه موقع ده۔ده ووئيل زمونږ هېواد خاص آسانۍ او تكنكي پوهه لري د كومې څخه چې پاكستان ګټه پورته كولې شي۔ده ووئيل د تكنيكي تجربو نه پس اومان د تېل او ګاز پنګو لټولو له د پاكستان مرسته كولې شي چې ورسره د پاكستان د اولس قسمت بدلېدې شي۔د پاك افغان پولې صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب سرتاج عزيز ووئي?? پاكستان تل د ګاونډيانو سره د شخړو هواري له سفارتي ذريعې كارولې خو په پاكستان د افغانستان د اړخه ډزې شوي د كومو ځواب وركول چې ضروري وو
د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز سره د اومان خارجه وزير يوسف بن الواني بن عبدالله وليدل
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال