اسلام آباد 10ستمبر (اے پ?? پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوئټرس سره ملاقات كړے او په مقبوضه كشمير كښې خراب صورتحال په نظر كښې ساتلو سره ئې د ملګرو ملتونو او د نړيوالې ټولنې نه د عملي اقداماتو كولو غوښتنه كړې او وئيلي ئې دي چې په مقبوضه جمو او كشمير كښې د كرفيو لړۍ پنځه اونيو ته رسېدلې او د هند لخوا د لاك ډاؤن او جب?? او استبداد لړې لا هم روانه ده۔ پاكستانې استازې ووئيل چې وخت راغلې چې نړيوا??ه ټولنه د قانون٬ انصاف او بشري حقونو تحفظ په معامله وړاندې راشي او خپله رايه څرګنده كړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د جمو او كشمير په صورتحال د اندېښنې څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل چې بايد د مذاكراتو لار تل پر??نستې وساتل شي۔
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔