اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د پاکستان او پرتګال ترمېنځه د پارلماني روابطو د ودې په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي پارلماني روابطو سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ سپيكر دا خبرې د پرتګال سفير فريډريکو پنهيرو دا سلوا سره كړې چا چې د شورو په ورځ دوي سره د سپيكر چېمبر كښې ملاقات كولو ۔ د ملاقات په مهال په موجوده اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره د اړيكو لا مستحكمولو له د عزم پخلے وشو۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا