اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان كلين او ګرين پاکستان کمپاین په يو تحريك بدل شوے۔ ټول پاكستانے اولس د موسمياتي بدلون منفي اغېز نه بچ كېدو له د ونو بوټو په نالول خپل ملي مسؤلیت سرته رسوي۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې فرخ حبيب ووئيل وزيراعظم عمران خان به نن لاهور كښې د مياواكي اربن فارسټ پرانسته كوي۔ وزيراعظم به سګياں كښې د مياواكي اونو بوټو لګولو كمپاين پېل كوي۔ د وزيراعلی سره د ملاقات په شمول ګورنر هاؤس پنجاب كښې به وزيراعظم ته د څښلو پاكو اوبو رسنې په اړه په آب پاك اتھارټي او سپېشل ټېكنالوجي زونز هم بريفنګ وركولې شي
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج